د نړۍ ترټولو شتمن کس؛ پوتين که اېلان ماسک؟ 

په ښکاره ډول او رسنيز ډګر کې د تسلا کمپنۍ او لسګونو نورو شرکتونو مشر  او بنسټګر  او اوس کې د ټوېټر څښتن ايلان ماسک د نړۍ ترټولو شتمن کس پېژندل شوی دی. د ايلان ماسک پانګه (سرمايه) ۱۸۰ مېليارده امريکايي ډالر حساب شوې او پر دې بنسټ دی په دې روان کال کې د نړۍ ترټولو شتمن کس حساب شوی. 

له بلې  خوا د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين شخصي پانګه چې د روسيې حکومت يې اعلانوي ۱۴۰زره امريکايي ډالر ده او همدا ډول پوتين نېږدې نيم جرېب شخصي اپارتمان لري. د پوتين شخصي پانګه د يوې معما په ډول ده. په خپل د پوتين او نېږدې کسانو پرته  يې بل چاته مالومات نه کېږي خو په اړه يې ځيني خبرونه رسنيز کېږي. 

د روسيې حکومت پر څرګندو کاغذونو د ولسمشر پوتين پانګه ۱۴۰۰ زره امريکايي ډالر ده خو اقتصادي شنونکي او استخباراتي څېرې وايي چې پوتين له ۷۰ ميليارده بيا تر دوه سوه مېليارده امريکايي ډالر سرمايه  لري. 

د امريکا پخواني ولسمشر ټرمپ هم يو ځل ويلي وو، چې ولسمشر پوتين د نړۍ ترټولو شتمن کس. د شنونکو په اند ولسمشر پوتين له دوه سوه ميليارده امريکايي ډالرو ډېره پانګه لري او پر دې اساس د نړۍ ترټولو شتمن کس ايلان ماسک نه، بلکې د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين دی.