د عمر په لوړېدو سره مو، د ځوانۍ په پرتله، کومو لیدلورو کې بدلون رامنځته شوی دی، موږ دلته د دې بدلونونو یو لړلیک راوړلی دی:
۱ ـــ فکر مې کاوه، هر کار چې ترسره کوم، باید بې عیبه او بې نیمګړتیا وي، په داسې حال کې، چې ډېری وخت ښه اوسېدل په کافي اندازه بسنه کوي. په رښتینې نړۍ کې ډېر کم داسې پېښېږي، چې یو څوک دې بې عیبه او بې نیمګړتیا وي.
۲ ـــ په ځوانۍ کې زما ډېر وخت په دې اندېښنې باندې مصرفېده، چې نور زما په اړه څه فکر کوي، په داسې حال کې، چې په حقیقت کې ډېری خلک یوازې د خپل ځان په اړه فکر کوي او په دې اړه اندېښنه کوي، چې نور د دوی په اړه څه فکر کوي.
۳ ـــ زه په څلوېښت کلنۍ کې وتوانېدم، چې دا موضوع په بشپړه توګه درک کړم، که یو کار په ډېرې آسانۍ سره ترسره کوم، مانا یې دا نه ده، چې ترسره کول یې د نورو لپاره هم آسانه دي او که کوم څوک کولای شي یو کار ترسره کړي، مانا یې دا نه ده، چې زه هم کولای شم هغه کار په ډېرې آسانۍ سره ترسره کړم.
۴ ـــ د عمر په لوړېدو سره مې ډېر کم په نورو باندې قضاوت وکړ، دا حقیقت، چې مخکې مې دا عادت درلوده، د نورو د احساساتو او موقعیتونو په اړه، له فکر کولو پرته په هغوی باندې قضاوت وکړم او په اړه یې بد نظر ورکړم، د دې سبب شو، چې پوه شم، څومره ناپوه انسان وم، اوس د تېر په اړه خواشینی یم. البته ټول په داسې وضعیت کې وو، چې له فکر کولو پرته یې په نورو باندې قضاوت کړی دی. د نورو لیدلورو ته پام کول، په ټوله کې زما ژوند ته یې بدلون ورکړ.
۵ ـــ انسانان یوازې د زړښت په وسیله نه سترېږي.
۶ ـــ هغه څه، چې زه د ګډ ژوند په شریک کې د هغه په لټه کې وم، اوس له ډېر کم ارزښت څخه برخمن دی، هغه څه، چې اوس زما لپاره اهمیت لري، شخصیت دی، مخکې مې فکر کاوه، چې ظاهر تر ټولو مهم معیار دی.
۷ ـــ وخت ډېر ژر تېرېږي، له یو څخه تر اوولس کلنۍ پورې داسې احساس کوې، چې وخت درېدلی دی، له اتلس کلنۍ څخه تر شل کلنۍ پورې د یوې میاشتې په څېر او له شل کلنۍ څخه تر دېرش کلنۍ پورې، د یوې اوونۍ په څېر تېرېږي.
۸ ـــ هغه وخت کولای شې، چې خوښي او خوشالي حس کړې، کوم کارونه چې ترسره کوې، خوشاله دې کړي، نه دا چې نور تر اغېزې لاندې راولي.
۹ ـــ معمولاً ارزښت نه لري، چې پردي خلک ستاسو په اړه څه فکر کوي، مګر دا چې په یوه دنده ایزه مرکه کې وې یا په یوه جدي موقعیت کې، له دې پرته واقعاً ارزښت نه لري، ښایي هغه خلک نور هېڅ ونه وینې. هر څه دې چې خوښېږي وایې غونده او هر هغه کار، چې خوشاله کوي دې ترسره یې کړه، په شرط د دې، چې د اسلام په چوکاټ کې وي.
۱۰ ـــ اړ نه یې، چې ځانګړی واوسې، کله چې ماشوم یا تنکی ځوان یې، ښایي په ډېرې آسانۍ سره په دې لومه کې را ګیر شې، چې باید ځانګړی او استثنایي واوسې، په ځانګړې توګه که هوښیار واوسې، په داسې حال کې، چې هېڅ جبر نشته، چې ته باید هرومرو خپل شرکت په لاره واچوې، یو خارق العاده څیز اختراع کړې، مشهور شې، اغېز ښندونکی واوسې، په هر څه کې غوره واوسې یا هرومرو نوم دې په ویکپیډیا کې وي، نورمال اوسېدل او لږ څه ترې لوړ اوسېدل هم ښه دي، ژوند همدا دی.
۱۱ ـــ د غښتلي اوسېدو لپاره اړ نه یې، چې په یوازې توګه وجنګېږې، ډېر وخت یې ونیوه، ترڅو پوه شم، تر ټولو پیاوړی کار، چې کولای مې شو ترسره یې کړم، د دې خبرې منل و، چې مرستې ته مې اړتیا درلوده. باید خپلې شاوخوا ته مې داسې انسانان را ټول کړي وای، چې حامي او ملاتړ کوونکي مې واوسي، نه دا چې هغوی له ځانه لیرې کړم.
۱۲ ـــ کله چې ځوان وم، فکر مې کاوه، هر هغه څه، چې د بریا لپاره ورته اړتیا لرم، پیسې دي، خو زما د ژوند شاوخوا هر څه په پیسو سره بند ښکاري، هغه څه چې اوس ورته اړتیا لرم، په ورځ کې ډېر ساعتونه، په اوونۍ کې ډېرې ورځې او په میاشت کې ډېرې اوونۍ دي.
۱۳ ـــ د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې، واقعاً څوک نه پوهېږي، کوم کار چې ترسره کوي سم دی یا نه. موږ ټول په خپل ژوند کې خپلې لارې ته دوام ورکوو، هیله من یو کوم کار چې ترسره کوو، پایله یې ښه وي.
۱۴ ـــ کله وخت واقعاً والدین په حقه دي.
۱۵ ـــ سم پوهېدل له په حقه اوسېدو څخه مهم دي. ما مخکې ډېره زیاته انرژي په دې باندې ولګوله، ترڅو د نورو تېروتنې هغوی ته ثابتې کړم، ترڅو وکولای شم ووایم: ودې لیدل، چې زه په حقه وم، وروسته دې پایلې ته ورسېدم، چې واقعاً مهمه نه ده، چې څوک سم وایي او څوک ناسم، ځکه په پای کې هېڅوک ورته مهم نه دي او ټول یې هېرېږي، په ځانګړې توګه، چې تېرې کوچنۍ او بې ارزښته مسایل هیرو کړو او باید هڅه وکړو، چې په اوس کې خوشاله واوسو.
۱۶ ـــ یوازېتوب په دې سره له منځه نه ځي، چې خپلې شاوخوا ته بې شمېره کسان را ټول کړې، یوازې هغه وخت پای ته رسېږي، چې نور تاسو واقعاً لکه څنګه چې یاست هماغسې وویني.
۱۷ ـــ یوازېتوب د یوازې اوسېدو د حس په مانا نه دی، زما د نورو ترڅنګ اوسېدل ډېر خوښېږي، خو له یوازېتوب څخه هم خوند اخلم.
۱۸ ـــ د نړۍ ستونزې یوازې زما پر اوږه نه دي، زه کولای شم، چې د خپل توان تر بریده کارونه مې پرمخ یوسم، ترڅو په پای کې کوم ځای ته چې غواړم، ور ورسېږم او بالاخره خپله بریا ولمانځم.
۱۹ ـــ هېڅکله مه وایئ: کله چې عمر مې لوړ شو، نو فلانکی کار ترسره کوم، د بېلګې په توګه: کله چې ستر شوم، زده کوم، چې فلانکی کار ترسره کړم، کله چې عمر مې لوړ شو، سفر کوم، څو کاله وروسته فلانکی څیز اخلم. همدا اوس هر کار دې چې خوښېږي، نو ترسره یې کړه، صبر مه کوه، کنه نو هغه ځای ته رسېږې، چې وایې: کله چې ځوان وم، کاشکې فلانکی کار مې ترسره کړی وای.
وروستي