موږ ټول د یوې مشترکې ستونزې ښکار یو!
له اوږدو کلونو راهیسې، نظامونه دلته د ولس په مټ راځي خو چې راشي بیا هماغه مټ مروړي، تاو وي یې او شاته یې ور تړي، او ترهغې پرې زور راولي چې ولس بیا یوازې د هغه مټ خلاصولو په ټس کې د ټول وجود د خلاصون هڅې پیلوي او په پای کې یې بیا نه نظامپاتې کیږي او نه د ولس چندان مزه پاتې کیږي!
بل خوا خلک له خپل خوی نه اوړي، د بشر دا پخوانی عادت دی چې تجسس کوي، د یو بل په کار کې غرض لري، د یو بل عیب راڅرګندوي او بس په یو بل کې د ستونزې موندلو او بیا له هغو ستونزو د فشار د الې په توګه کارولو ته یې کار ویلی وي... خو دلته بیا کیسه تر دې هم جدي ده، دلته د هر نظام پر وړاندې د ولسونو یوازې یو کار وي چې څه ډول وکړای شي خلک؛ د نظام خلاوې ومومي او بیا هغه خلاوې له خپلو نیوکو ډکې کړي، خو نه خلاوې ډکې شي او نه نیوکې ختمې شي بلکې په خلاو پسې خلاوې زیاتې شي او نیوکې په یو نهر غیدوونکي زخم بدلې شي ځکه خلک چې باید د نظامونو نیمګړتیاوې پخپل ملاتړ او لاسنیوي ډکې کړي، د خپلو نیوکو مالګې پرېشیندي.. له نیمګړتیاو، مسئلې جوړوي، مسئلې په ستونزو اوړي او له ستونزو فاجعې رامنځ ته کیږي خو خلک له خپل تجسس نه تیریږي، تر هغې چې نظام یې له ګړنګونو نه وي غورځولی او ځانونه یې پسې هم نه وي پرځولی!
خو خلک د خلاو د لټولو په بد عادت ولې او څه وخت اخته کیږي؟
منفي ذهنیتونه د مثبتو په څېر را پیدا کول او روزل نه غواړي، هغه په انسانانو کې لا وار دمخه پیدا وي، یوازې د تکثر او زیاتوالي لپاره یې لار سمول کافي وي بس! او دا کار دلته نظامونه کوي. تر هغې چې ولس ورته د سردرد نه وي پیدا کړی، نه خو یې غوښتنې جدي ګڼي اونه ورته پاملرنه کوي.
خو خلاوې په نیوکو نه ډکیږي او ولس په عقده یي چلند نه راخپلیږي!
حل لار دا ده چې ولس ته د دولت سازې وسیلې په توګه وکتل شي، خبره یې واوریدل شي او ارزښت ورکړل شي ځکه د حکومتونو قاعده او بنسټ خلک دي او تر دې وړاندې چې نظامونو ته دردِ سر جوړ کړي، د سر د درد علاج یې وشي بل لور ته نظامونه هم پردي و نه ګڼل شي، په ښو یې سترګې پټې نشي او له بدو را وګرځول شي او (به ما چي) چلند ورسره و نشي چې یوازې وخت نا وخته په نیوکو بسنه وکړل شي او نوره خوله چوپه، سترګې پټې او لاس تر زنې کیناستل شي!
وروستي