«لار دې قدمونو ته روښانه کیږي» کتاب په اړه څو ټکي

میاشتې مخکې خپل کاري میز ته ناست وم چې مبایل وایبرېټ وکړ، سر مې ورټیټ کړ نو د شاهي پیغام و، عکس او عکس سره یې لاندې په وټس اپ کې پیغام پریښی و چې دا درسره وساته! دې جملې نور هم د عکس پرانیستو ته لېواله کړم. ژر مې رالیږلی تصویر پرانیست.. پر کتابچې سور رنګی نوټ لیکل شوی و او څنګ ته د کمپیوټر کیبورد هم ښکارېده.

منتشر شاهي، هغه شاهي چې زه پیژنم او شاهي خوی یې دی، په نوټ کې مات او ګیله من ښکاریده، د روزګار بدمرغیو همدغو بدمرغیو لیکلو ته اړ ایستی و، خو لکه د نورو یې خپلې ستونزې فیسبوکي کړې نه وې، یوازې پر ما یې د زړه سود شوی و او تر ما یې را رسولې وې؛ د نوټ په پای کې شاهي سره له ټولو ستونزو ژوندی و ! د خپلو هڅو او هلو ځلو د دوام ژمنتیا پکې پاتې وه او د راتلونکې هیله یې بیا را ویښه کړې وه. 

لکه د تېر ځل یې ماته په نوټ کې د دغه کتاب «لار دې قدمونو ته روښانه کیږي» یادونه کړې وه چې کار یې پرې دوام لري او ژباړه یې نږدې ده ختمیږي. 
“دا ډیر ښه کتاب روحانیت پکې دی او د مولانا خبرې پکې راخیستل شوي نو ځکه یې ژباړه هم خوند راکوي.” د شاهي د نوټ یوه برخه. 

د منګوچ دغه کتاب یوازې د مولانا د روحانیت پر اړخ نه دی راڅرخیدلی بلکه د مولا له شعرونو یې د مینې، انساني سلوک، انساني ژوند او کړو وړو نصایح هم رانقل کړي، په ډیرو هغو معتبرو معنویاتو غږیدلی چې د مولانا بلخي د معنی لرونکو نکلونو حکایت ترې کیدای شي. 
د کتاب ژباړه لکه څنګه چې شاهي ویلې، خوند یې راکړی، هماغسې خوندوره او روانه شوې ده.

ټکي ټکي ته د پښتو ساده او عام فهمه او عامیانه کلمات لټول شوي او ځای پر ځای شوي. 
زه ډاډه یم چې تاسې به ترې ستړي نه شئ او د خوند تر څنګ به ترې د ژوند چل هم زده کړئ، شاهي یې پر ژباړه نه دی ستړی شوی نو تاسې به یې په لوستلو هم نه ستړي کیږئ!
شاهي ته د لا قوت او پیاوړتیا او د لا بریاو هیله !!