د هغو کسانو دېرش ځانګړتیاوې، چې کتاب نه لولي

هغوی چې په قاچاقي لارو له هیواده بهر تګ ته اراده کړې، تېر شئ ترې، همدا اوس ترې تېر شئ! خو دوی به وایي چې بدیل یې څه دی؟ وطن کې کار نشته، راتلونکی او د سر تضمین نشته نو د نه تګ بدیل څه دی؟ څه وکړو، ته بله حللار راوښيیه! 

زموږ خو همدا یو ځواب دی او وي به چې روزي ورکوونکی الله ج دی او ټوک مړۍ به هر ځای پیدا شي! خو ویریږم چې په دې خبره به یې قناعت حاصل نشم کړای.

خو زه به نه په بدیلونو وغږیږم او نه به چاته نصیحتونه وکړم، بس څو مثالونه به درته ووایم او یا هغوی چې پر دغه جهنمي لار یې مزل کړی او بیرته یې کیسه کړې، څو کیسې به یې درته راوړم، که فکر مو خدای وکړه واوړي.

زما نږدې ملګری دی، د کابل له ښوونې او روزنې ګډ فارغ شو خو هغه له پښتو ادبیاتو او زه له انګریزي.. له فراغت وروسته یې خپل کسب کاوه خو همیش به یې ماته زړه خوړ چې کاش مې تحصیل پکار راشي او چیرته دنده وکړم، څو به دې خوار کسب ته ناست یم، ما دا تحصیل ددې لپاره کړی؟ ما به ډاډ ورکاوه چې خیر حوصله ساته هر څه به وشي خو کلونه تېر شول، له لسګونو درخواستونو وروسته یې هم دنده و نه مونده، او کسب یې نور زړه پوخ کړی و، سر یې دوبۍ ته ورسید خو کار و بار خوند ور نه کړ.

بله ورځ خبر شوم چې له پولې ایران ته اوړي او په دې خوني لار یې مزل پیل کړی. خو خبرې مې ورسره وشوې او نور یې اراده نهایي وه. 

هغه به راته د لارې بیلابیلې ویډیوګانې او عکسونه راستول چې کله به ځنګله کې پراته وو، کله د غرونو څوکو کې روان او کله په یوه خو نه کې کابو سل کسان د څو ساعتونو لپاره. خو تهران ته په رسیدو سره پولیسو نیولی و او له پولې یې را اړولی و.

زه یې له (ډیپورټ) وروسته لیدو ته ورغلم! (چې له مرګ ژغورل شوی وي نو دا د ډیپورټ کلمه هم څومره خوږه لګیږي) بل تللی ملګری یې لانه و راستون شوی، ویل یې زنداني دی او د ایران/ترکیې پولیس ترې پیسې غواړي چې په بدل کې یې خوشې کړي. هغه راته ویل؛ له دې ځایه چې قاچاقبر روان کړو په یوه کرولا کې یې له لسو زیات ځای کړي و چې کله به دومره تنګ شو چې نور به مو ساه ختله خو قاچاقبرته مو هیڅ نشو ویلی، ځکه له پولې له اوښتو سره له خپله واکه او اختیار وځې او نور نه خوراک، نه خوب، نه ارام او نه پاڅیده کیناسته پخپله خوښه کولای شې. حتی خبرې او چوپتیا دې هم او خندا او ژړا دې هم د بل له واکه ده. 

ویل یې لار کې به داسې ځای راغی چې له تریخ شماله به مو غوږونه پردي شول، بدن به مو لړزې ونیوه او غړي به مو بې حسه شول. بلبه داسې ځای راغی چې له ډیرې تودوخې او ګرمۍ به اړ شو چې خپل کالي څه چې د بدن پوټکی وغورځوو. په ځنګلونو کې مو نهارې شپې وکړې خو د لوږې حس به مو له داړوونکو حیواناتو ډار ته هیڅ و. شپې به مو ویره کې رڼې کړې.

ویل یې د ایران یوه اطرافي سیمې ته قاچاقبر یوړلو چې یوه خونه کې یې څه کم سل تنه راټول کړو او د ګواښ په بڼه یې راته وویل چې دلته به غږیږئ هم نه، زموږ له منځه یو کس له خونې ووت، وروسته راته څرګنده شوه چې هغه د قاچاقبر څوک خپل و خو تر اوسه یې موږپر ځان نه و پوه کړي. هلته راته یوه کس چې تر ترکیې تللی و او اوس بیرته ایران ته رالیږدول شوی و کیسه کوله چې لاس او پښه یې د ترکيې پولیسو له لوري په برمه سوري شوي دي، لاس او پښه یې لا بنداژ وو خو ټینګار یې کاوه چې بیا هم ترکیې ته ځي! “موږ څه کلک خلک یو یا پر ځان څومره بې رحمه”. 

وایي یوه بل راته کیسه کړه چې د ایران او ترکیې پر پوله یوه سیمه کې د ځمکې لاندې د تونل لار ده خو هاغاړه ترکي سرحدي پولیس د تونل خوله کې ګزمې ته راووځي او کله کله خو چې راپور ور رسیدلی وي نو ټوله شپه ناست وي. وایي یوه ورځ تازه څو افغان کډوال له تونل ووتل او دغو ترکيې سرحدي پولیسو ونیول او په ګونډو یې کړل، یوه ته یې داسې لغته پر څټ ورکړه چې ویل یې ما پخپلو سترګو ولیدلچې د سترګو ګاټي یې راووتل او مخې ته پر ځمکه ترې وغورځیدل!

داسې د لسګونو افغان ځوانانو/ کورنیو لسګونه مرګونې او زړه بوږنوونکې کیسې دي خو بیا هم روان دي، ځان مرګ ته ورکوي خو کور نه کیني. ملګری مې وایي موږ جنت ته پر لاره دوزخي سفر کاوه، او ددې تمه کمه وه چې جنت ته دې ورسیږو خو ددې احتمال ډیر زیات وچې په دې دوزخ کې دې وسوځوو او د جنت هوس مو له یوه دوزخه بل ته ورسوي خو جنت نه دلته او نه ابدي دنیا کې و ګورو!