نهه تګلارې، چې د خوشاله ژوند لرلو سبب ګرځي

له یوه روغ او خوشاله ژوند څخه برخمن اوسېدل، لکه څنګه چې تاسو یې تصور کوئ، دومره هم سخت نه دي، ډېر کوچني کارونه شته، چې د هغو په ترسره کولو سره کولای شو، ژوند مو آسانه کړو.
 
د روغ او خوشاله ژوند لرل، داسې یو خوب نه دی، چې ورته رسېدل ناشوني وي، بلکې هغه ته د رسېدو لپاره ډېرې آسانه لارې شتون لري، چې په دې لیکنه کې پرې رڼا اچول کېږي.
 
۱ ـــ سګرټ پرېږدئ
که په خپلې روغتیا باندې د پام کولو او په اوږد مهاله ناروغیو باندې له اخته کېدو څخه د مخنیوي لپاره، وکولای شئ یو کار وکړئ، نو له دخانیاتو څخه په بشپړه توګه ډډه وکړئ.
 
۲ ـــ ښه خوب
کله چې ستړی یاست، د آرامتیا او خوشالۍ احساس کول، ډېر سخت او ستونزمن وي، له دې امله د یوه ښه شپني خوب لرل، ستاسو د روغتیا او سلامتیا لپاره حیاتي ګڼل کېږي، له بشپړ او کافي خوب څخه ډاډه کېدل، د ښه احساس او غوره ژوند د لرلو لپاره، یو تر ټولو غوره لاره ده.
 
۳ ـــ وقایې ته ارزښت ورکړئ
له درملنې څخه وقایه ډېره زیاته غوره ده، د یوه روغ او خوشاله ژوند د لرلو لپاره، د وقایې مسئله ډېره زیاته جدي ونیسئ، له دې امله باید په عمر پورې اړوندو ارزونو او واکسینونو ته ډېر پام وکړئ.
 
۴ ـــ کینه کښ مه اوسئ
کله چې یو څوک کینه لري، له دې څخه ډېر، چې مقابل لوري ته زیان ورسوي، خپل ځان ته زیان اړوي، له دې پرته، چې  تاسو په حقه یاست یا نه، د پخوانیو کینو خوشې کول به د اروایي روغتیا او د عاطفي هوساینې لپاره ګټور وي.
 
۵ ـــ د هوښیارتیا تمرین
له قضاوت پرته، په بشپړه توګه په شېبه کې پام، کولای شي د سټرس له کمښت سره مرسته وکړي، دغه راز کولای شي، په جسمي او اروایي روغتیا پورې اړوند نامناسب شرایط لکه: خپګان، اندېښنه او بې خوبي، له منځه یوسي.
 
۶ ـــ بدني فعالیت
منظم ورزش د بدن، ملا او د غه راز د ذهن، خوی او عادتونو لپاره ګټور دی، اړتیا نه شته، چې هر وخت له بریده زیات ورزش وکړئ، بلکې یوازې په اوونۍ کې څو ځله ورزش کول کولای شي، دا اغېز ولري، که څه هم په هره اندازه یې، چې وخت او شمېر زیات وي، غوره پایلې ترلاسه کېږي.
 
۷ ـــ د ټولنیزو اړیکو رامنځته کول
یوازېتوب او انزوا کولای شي د اروایي روغتیا او هوساینې لپاره وېرونکي وي، په دې اړه ډېر زیات شواهد شتون لري، چې ډېری وخت یوازې اوسېدل، د جسمي او اروایي روغتیا په زیان تمامېږي، د سالمو ټولنیزو اړیکو لرل، عمر ته په نه پام سره، د فعال اوسېدو لپاره یوه غوره لاره ده.
 
۸ ـــ روغ او سالم خوړنیز رژیم
مناسبه تغذیه د روغتیا او خوشالۍ د بنسټ تېږه ده، له دې امله فرد باید، تر ټولو غوره شونی خوړنیز رژیم ولري، په ټولیزه توګه ښه خواړه خوړل د جسم او روح لپاره به ګټور وي.
 
۹ ـــ د څښاک اوبه
د څښاک اوبه ستاسو د روغ پاتې کېدو موخې ته د رسېدو یوه مهمه برخه ده، له دې کبله ډاډه شئ چې د ورځې په اوږدو کې، کافي اوبه څښئ.