د آرامتیا د ترلاسه کولو لپاره څه وکړو؟

یوه ارواه پوه وویل: څوک چې آرامتیا لري، په خپل دننني ځواک باندې پوه شوی دی، هغه کس چې آرامتیا لري، نو لېوالتیا پیدا کوي، چې خوځښت او تحرک ولري او نور هم آرامتیا ته ورسوي او له افرادو سره مرسته وکړي.
 
د مهمدي اخوان په نامه یو ارواه پوه وایي: ښه حالت یوه ټولیزه اصطلاح ده، که موږ وغواړو، د ادراکي پوهې له پلوه یې تعریف کړو، د خوښۍ څلورو هورمونونو ته وایي، چې د فرد د خوښۍ سبب ګرځي.
 
هغه زیاته کړه: له بلې خوا، کله چې موږ د ارواه پوهنې په بحث کې له کومې مسئلې سره مخامخ کېږو، چې له غوښتنو سره مو سمون لري، زموږ د ښه حالت سبب ګرځي. ثابته شوې ده، چې انسانان د انرژۍ له درمند څخه برخمن دي، چې رنګ یې د انسان د حالت ښکارندویي کوي، په تېر کې کله چې د انسان د حالت پوښتنه  یې کوله، موخه یې د انسان د بدن شاوخوا درمند و.
 
اخوان یې په دوام وویل: د انرژۍ درمندونه زموږ په چلندونو سره بدلون کوي او د بېلګې په توګه: دروغ ویل یې له منځه وړي، په ټولیزه توګه، کله چې موږ د درمند له مثبتې انرژۍ سره سم چلندونه ترسره کړو، نو ښه احساس به وکړو او حالت به مو ښه شي.
 
دې ارواه پوه وویل: یو روایت دی، چې په هغه کې هغه مېرمن، چې له عرفاني پلوه د پام وړ پرمختګ یې درلوده، په خپل تګلوري کې یو لوړ بیه کاڼی پیدا کوي، د لارې په اوږدو کې یو اړمن سره مخ کېږي، چې له هغې څخه یې هغه لوړ بیه  کاڼې وغوښت؛ دې ښځې له کاڼي سره له مینې او لېوالتیا پرته یې  هغه ته ورکړ. دې اړمن د هغه مېرمنې له تګ وروسته د هغې د سخاوت په اړه فکر وکړ، د هغې ورځې په سبا یې یاده مېرمن پیدا کړه او تېږه یې بېرته ورکړه او هغې ته یې وویل: هغه مینه، چې د هغې په چلند کې وه، د ده حالت یې ښه کړی دی او هغه کاڼي ته اړتیا نه لري.
 
هغه زیاته کړه: ښه حالت ډېر مفصل دی، خو که وغواړي، چې د اروایي روغتیا په بڼه رامنځته شي، هغه مهال را څرګندېږي، چې نور موږ اندېښنه او خپګان ونه لرو، له بده مرغه له ژونده د بدو حسونو د لیرې کولو شونتیا شتون نه لري، په پایله کې موږ باید د ښه حالت د لرلو لپاره، باید زده کړو، چې څنګه له منفي حسونو سره مخامخ شو او کنټرول یې کړو.
 
نوموړي وویل: له هغو کارونو څخه، چې هڅه کوم، ترسره یې کړم، دا دي، چې د هرې ورځې په پای کې خپل ځان ارزوم. انسان نباید خپل ځان ته دروغ ووایي، موږ ټول په یو وخت کې د حسادت او کینې احساس کوو، چې باید وې منو او وې نه ځپو.
 
دې ارواه پوه څرګنده کړه: موږ باید زده کړو، چې څنګه خپل بد صفتونه او ځانګړتیاوې وپېژنو، ترڅو وکولای شو بررسي او وروسته یې کنټرول کړو. ښه حالت په حقیقت کې تل د صفر او سلو درجو ترمنځ د بدلون په حال کې دی.
 
اخوان زیاته کړه: موږ د هوساینې او آرامتیا ترمنځ یو بحث لرو، چې توپیري مانا لري، هوساینه د ځینو څیزونو، لکه: کور او ښه موټر په وسیله تر لاسه کېږي، خو له بلې خوا آرامتیا له دنننیو مسایلو څخه سرچینه اخلي او په چاپېریال پورې تړاو نه لري.
 
هغه وویل: انسانان د ادارکي پوهې له پلوه په دوو ډلو وېشل شوي دي؛ ځینې خپله انرژي له چاپېریال څخه تر لاسه کوي او نور خپله انرژي له دنننه څخه تر لاسه کوي، که افراد وکولای شي، په خپل دننني ځواک باندې پوه شي، د هغوی له نظره ښه حالت ته رسېږي.
 
دې ارواه پوه روښانه کړه: له بلې خوا لټي له آرامتیا سره توپیر لري؛ هغه څوک، چې آرامتیا لري، په خپل دننني ځواک باندې پوه شوی دی او په آرام کولو پورې نه محدودېږي، هغه فرد چې آرامتیا لري، لېوالتیا پیدا کوي، چې خوځښت ولري او نور هم آرامتیا ته ورسوي او له افرادو سره مرسته وکړي.
 
نوموړي زیاته کړه: د دې ځواک د پیدا کولو لپاره باید انسان خپل دنننه ته وګوري، که تاسو خپل ټول دنننۍ وړتیاوې او پیاوړتیاوې حس کړئ او ورته پام وکړئ، کولای شئ، چې خپل ځواک ته لاسرسی پیدا کړئ.
 
نوموړي وویل: وړاندیز کېږي، په هره شېبه کې د هغو کارونو په اړه، چې ترسره کوئ یې، فکر وکړئ او ورته پام ولرئ. د بېلګې په توګه: د خوړو د خوړلو پرمهال، د  خوړو د ژوولو، خوند او تېرولو په اړه  فکر وکړئ، دا چاره نه یوازې تاسو په اوس کې ساتي، بلکې تاسو ته د دننني ځواک په لور لارښوونه کوي.
 
دې ارواه پوه وویل: له همدې امله سپارښتنه کېږي، چې د خوړو خوړلو پرمهال ټلویزیون مه ننداره کوئ، ځکه چې تاسو د خپلو خوړو له درک کولو له هغو سره اړیکه نیولو څخه لیرې کوي او د چاغښت په څېر د ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
 
اخوان زیاته کړه: څومره ښه ده، چې افراد د کال په پای کې له ځان سره فکر وکړي او خپل چلند وارزوي، افراد باید وګوري، چې په کوم ځای کې یې خپل حالت نه دی ښه کړی او د خپل ځان په ارزولو سره، د خپل راتلونکي کال موخه مشخصه کړي.