په کار او ژوند کې د پوه او بریالي انسان عادتونه او ځانګړتیاوې

پوه انسانان په خپل کار او ژوند کې ځانګړي عادتونه لري او د ځینو کارونو له ترسره کولو څخه ډډه کوي، چې په ژوند کې د هغوی د بریا او پرمختګ سبب ګرځي.
 
هغه کارونه، چې پوه کسان یې نه ترسره کوي
د خپلو احساساتو درک کول او د هغو پر وړاندې مبارزه کول او دغه راز د هغو کنټرولول، د پوه انسانانو ذاتي وړتیا ده، هغوی په خپل دننه کې بدګړې نه ساتي او کولای شي، چې له احساساتي شرایطو څخه وتښتي او تل مخ پر وړاندې حرکت ته چمتو واوسي.
 
د دوی د خوښۍ او خوشالۍ لارښوونه، نه یوازې په چلند کې، بلکې په هغو کارونو کې هم څرګندېږي، کوم چې ترسره کوي یې، په دې لیکنه کې په هغو اتو کارونو باندې رڼا اچول کېږي، چې پوه او بریالي کسان یې نه ترسره کوي.
 
۱ ـــ د پیسو سپما له لاسه مه ورکوئ
د مالي مدیریت وړتیا د پوه انسانانو یوه له شونتیاوو څخه ده، لکه: یو واټن دی، چې تاسو کولای شئ د پلي مزل په مرسته یې ووهئ، نو په موټر کې تللو ته هېڅ اړتیا نه شته، کومې پیسې چې په موټر کې د کرایې په توګه ورکوئ، هغه سپما کړئ.
 
۲ ـــ په نورو باندې تکیه مه کوئ
کله چې ستاسو په ژوند کې ځینې افراد شته، چې پرې تکیه وکړئ، یو ښه کار دی، خو کله چې تاسو تل په هغوی باندې حساب کوئ، ستاسو د کمزورتیا سبب ګرځي.
 
تاسو کولای شئ یو خلاق ذهن او پیاوړې وړتیاوې ولرئ او د کارونو د ترسره کولو لپاره نورو ته په تمه مه پاتې کېږئ، حتا ښایي په لومړیو کې وېره ولرئ، چې تېروتنه وکړئ، خو د ازمویلو ارزښت لري، ترڅو د تل لپاره خپله دا ستونزه له منځه یوسئ او وکولای شئ، چې له خپلې وېرې سره مقابله وکړئ.
 
۳ ـــ له هغه څه سره، چې واقعاً نه مو خوښېږي، همغږي مه ښکاره کوئ، مخالفت وکړئ
د «نه» کلیمه واقعاً یوه ځواکمنه وسیله ده، چې باید ترې ګټه واخلئ، کله چې تاسو د نویو ژمنو له منلو څخه ډډه کوئ، فرصت لرئ، له هغو سره، چې دمګړۍ په لاسرسي کې دي، کار وکړئ او په ښه توګه یې ترسره کړئ.
 
د «نه» ویلو وړتیا د ناسمو ټاکنو پر وړاندې ستاسو بیمه ده.
ارزښت مو وپېژنئ او له هغه څه سره همغږي مه ښکاره کوئ، کوم چې نه مو خوښېږي، له دې پرته خلک له تاسو نه بده ګټه اخلي او تاسو به هم د خپل ځان په اړه ښه احساس ونه لرئ.
 
۴ ـــ په خپلې غوسې باندې ټینګار مه کوئ
له یوه ناخوښه او بد وضعیت وروسته، غوسه او د منفي احساساتو تجربه، یوه طبیعي چاره ده، له دې امله موږ د سټرس پر وړاندې غبرګون ښکاره کوو، خو که یوه اوږده موده تېره شوې ده او تاسو لا هم خپه یاست، تاسو ته به زیان ورسوي.
 
د منفي احساساتو را ټولېدنه او د هغو نه مخنیوی، په دې مانا دی، چې تاسو د تل لپاره د سټرس په حالت کې مېشتېږئ او هوښیار کسان هڅه کوي، چې مخنیوی یې وکړي او غبرګون نه ښکاره کول به ستاسو د روغتیا د تضمینولو لپاره، یوه ښه تګلاره وي.
 
۵ ـــ په چانس باندې تکیه مه کوئ
«په غوره څیزونو باندې باور لرل او بدو څیزونو ته چمتو کېدل»، هغه عبارت دی، چې د ډېرو انسانو په اړه صدق کوي او هغه کسان، چې چانس د خپل ژوند موخه ټاکي او په دې عبارت باندې خپل ځان ته دوکه ورکوي، یو لاس په بل لاس باندې ږدي او وزګار پاتې کېږي، ترڅو چانس او اقبال د هغوی لپاره غوره څیزونه رامنځته کړي، خو هوښیار کسان اجازه نه ورکوي، چې ژوند یې د چانس پر بنسټ مخته لاړ شي او په خپله هېڅ کار ونه کړي.
 
۶ ـــ له خپلو تصمیمونو څخه مه را ګرځئ، البته سم تصمیمونه
هر څوک حق لري، چې سمه او جوړونکې نیوکه ولري، دا کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، چې ستاسو آیډیاوې یا محصولات کله وخت د خوښې وړ نه دي، خو تاسو نه شئ کولای له هغه څه څخه، چې درته مهم دي، لاس واخلئ.
 
دا رښتیا دي، چې خلک ستاسو له تجربو څخه وېرېږي او غواړي، چې ستاسو د پرمختګ مخه ونیسي، که غواړئ یو کاروبار په لاره واچوئ یا یوه مقاله ولیکئ او خپره یې کړئ، ډېر زیات فیډبکونه تر لاسه کړئ او له جوړونکو نظرونو څخه ګټه واخلئ او د خپلو تېروتنو په اصلاح او سمون باندې کار وکړئ، خو اجازه مه ورکوئ، چې خوبونه مو د نورو د نظرونو پر بنسټ ودرېږي.
 
۷ ـــ په تېر کې ژوند مه کوئ
که غواړئ، چې بریالي شئ، نو باید د یو څیز د له لاسه ورکولو زغم او وړتیا ولرئ، که تاسو یو څیز له له لاسه ورکړی دی او ماتې مو خوړلې ده، له هغې وروسته مو له ځان سره فکر کړی دی او هڅه مو کړې ده، چې ډېر څیزونه ترلاسه کړئ، نو حرکت وکړئ او له تېرو تېروتنو سره کار مه لرئ، خو په یاد یې ولرئ، چې تکرار نه شي.
 
۸ ـــ اجازه مه ورکوئ، چې حالت مو خراب شي
په ډېرې سختۍ سره کولای شو، چې یو کس خوشاله وګڼو، د هغه خوی او عادت، روحیه او په خپل ځان باندې باور یې، په هغه تېر پورې تړاو لري، چې څنګه توانېدلی دی، وې مني، تاسو باید حتا د کوچنیو بریاوو لپاره خوشالي وکړئ.