د ازبکستان ولسمشر: افغانستان سره مرسته کوو؛ موږ او افغانان سره ډېرې ګډې ځانګړنې لرو

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ترک سازمان د مشرانو په غونډه کې ويلي دي، چې ازبکستان او ددغه سازمان نور غړي هېوادونه به افغانستان سره مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي. 

میرضیایف ويلي چې افغانان او ترک - ژبي هېوادونه ډېرې ګډې ځانګړنې او تړنې سره لري؛ افغانستان کې د ترکانو ميراثونه اوس هم شتون لري او دا ښوودنه کوي چې موږ افغانستان سره تاريخي اړيکې لرلې وې. 

نوموړي په ياده ناسته کې ويلي، "ترک ژبي هېوادونه له افغانستان سره ډېر مشترکات لري او موږ په افغانستان کې تاریخي آثار لرو او هغه موږ ته د اهمیت وړ دي. هغه څه چې، اوس په افغانستان کې روان دي موږ لپاره ځانګړی اهمیت لري او موږ د سولې او ثبات د ټينګښت په تړاو مسوولیت لرو."

د ترک سازمان اووه غړي هېوادونه لري چې ترکیه، اذربایجان ، ازبکستان ، قزاقستان  او قرغیزستان يې اصلي او همدا ډول مجارستان او ترکمنستان يې څارونکي غړي دي.