پولنډ هېواد کې چاپ شوي دي؛ لس مېليارده (افغانۍ) نوي بانک نوټونه کابل ته راورسېدل 

د افغانستان بانک مسوولين وايي چې په پولنډ هېواد کې چاپ شوي  د افغانيو نوي بانک نوټونه چې د لس مېليارده افغانيو په ارزښت دي، کابل ته رارسېدلي دي. 

روېټرز خبري آژانس ليکلي دي، چې افغانستان کې د تېر حکومت له چپه کېدو وروسته نړيوالو مالي سېسټمونو سره د افغانستان بانک اړيکې غوڅې شوې وې خو د اړيکو په يو څه سمېدو سره، پولنډ کې چاپ شوې دغه افغانۍ کابل ته ولېږدول شوې. 

د اوسني حکومت شااوخوا يو نيم کال وخت کېږي، خو په دې موده کې بانک نوټونه نه وو چاپ شوي او خلکو د تېر حکومت پر مهال د چاپ شوي افغانيو له زړښت  څخه شکايت درلود. 

اقتصادي شنونکي وايي چې د دغه لس مېليارده  بانک نوټونو په درلودل سره به د افغانستان بانک وکولی شي، چې زړې افغانۍ ټولې او همدا ډول به حکومت وکولی شي، چې پراختيايي برخو که له دغه پيسو کار واخلي او خلکو ته د کار زمېنې برابرې  کړي.