خپلو دوستانو ته د خندا لرونکو ویډیو ګانو لېږل، له نویو افرادو سره مرکه او خبرې اترې کول، د بېلابېلو خلاقانه انځورونو شریکول او داسې نور... تاسو ټول له ټولنیزو رسنیو څخه د بېلابېلو موخو لپاره ګټه اخلئ.
له ټولنیزو رسنیو څخه له بریده زیات ګټه اخیستنه د دې سبب ګرځي، چې خپلې اړینې او ضروري چارې له لاسه ورکړئ.
که لاندې څو تګلارې په پام کې ونیسئ او پرې عمل وکړئ، نه یوازې خپل وخت به مو په ښه توګه مدیریت کړی وي، بلکې له تاسو سره مرسته کوي، چې له ټولنیزو رسنیو څخه ډېره کمه ګټه واخلئ.
۱ ـــ وخت وټاکئ
که داسې فکر کوئ، چې په ټولنیزو رسنیو کې له بریده زیات وخت تېروئ، د مهال وېش په پام کې نیول کولای شي، چې ډېره زیاته ګټوره لاره وي، په دې موضوع باندې د پوهېدلو لپاره د خپل موبایل له ځانګړتیاوو څخه ګټه واخلئ یا په دې موخه یو اپلیکېشن را ښکته کړئ.
کله چې له خپل ټاکلي وخت څخه مو تېری وکړ، ځینې پروګرامونه دي، چې تاسو له دې څخه خبروي، چې ټاکلی وخت مو پوره شوی دی او باید له دې پروګرام څخه ووځئ، هڅه وکړئ، چې دا ډول خبرتیاوې په خپل موبایل کې روښانه کړئ.
۲ ـــ په کومو څیزونو باندې ډېر وخت تېروئ
پیدا کړئ، چې خپل ډېر وخت په کوم پروګرام باندې تېروئ، په موبایل کې مو ځینې برخې شتون لري، چې څومره وخت مو په کوم پروګرام کې تېر کړی دی.
تاسو دغه راز کولای شئ دا معلومات، هغه وخت ته په کتو سره، چې په انټرنېټ کې یې تېروئ، پیدا کړئ.
۳ ـــ له خپلو سترګو څخه یې لیرې وساتئ
د خپل موبایل د قفل د خلاصولو پرمهال، په احتمالي توګه داسې پروګرام شتون لري، چې په چټکه توګه غواړئ ور ننوځئ، هڅه وکړئ، چې داسې پروګرامونه د موبایل له صفحې څخه لیرې وساتئ یا یې په یوه ځای کې پټ کړئ.
۴ ـــ انفالو یې کړئ
هغه اکونټونه، چې تاسو ته ښه احساس نه درکوي یا ستاسو له ژوند سره مرسته نه کوي، انفالو کړئ. دا چاره معمولاً په ټولنیزو شبکو باندې په مصرف شوي وخت باندې اغېزه ښندي.
۵ ـــ خبرتیاوې (اعلانونه) ګُل کړئ
هره هغه خبرتیا، چې ستاسو ځیرکتیا زیاتوي او تاسو هڅوي، چې هغه پروګرام ته داخل شئ، ګُل یې کړئ.
وروستي