هر انسان اړ دی، څو د خپل ژوند د بقا لپاره یو څه ترسره کړي او په بدل کې یې څه لاسته راوړي، دا حقیقت دی چې پرته له خوراک، څښاک او پوښاک ژوند ناممکن دی، له همدې کبله دا اړتیا د انسان لپاره د درک وړ ده، څو زحمت او خواري وکښي، یو څه دې ترسره او په بدل کې یې دې یې یو څه ترلاسه کړي.
که تاسې لا هم یاست، هېڅ فکر مه کوئ، لا هم وخت لرئ، مه تسلمېږئ او مه لاس تر زنې کېنئ، نن چې کومه انرژي لرئ، له دې ګټه واخلئ، ځان چا ته په لوی لاس مه محتاجوئ، خپل همت او خواري کوئ، نورو ته خېر رسوئ، ورسره تر خپلې وسې همکاري کوئ، مینه ورکړئ، له ستونزو او ننګونو یې په امان وساتئ، که ستونزې او ننګوونې لري، ورسره یې پای ته ورسوئ، ملا یې ور وتړئ او په ټوله کې له خپل لوري د مرستې ډاډ ورکړئ، دا چاره ستاسو په ژوند کې د روښنایۍ لامل ګرځي، داسې وخت راتلونکی دی، چې یوه ورځ به مو ژوند هرو مرو در سوکاله کوي، خوښي به در ډالۍ کوي، د ژوند په اصلي مفهوم به مو پوهوي او تر ټولو ښه لا دا چې د ټولنې اکثریت قشر به مو ارزښت ته قائل وي.
هر انسان د عمر په تېرېدو سره کمزوری کېږي، خو دا چې دا ضعف باید د ګټې اخیستنې وړ وي، هغه باید ستاسې په بقا پورې نغښتی وي، نور باید ستاسې له شتون او تجربو ګټه واخلي، تاسې باید ځان د نورو لپاره د ګټې اخیستنې وړ فرصت وبولئ، څو راتلونکی نسل ستاسې پس منظر ته په کتو وهڅيږي او له خپلو چارو ته سوق شي.
پای
وروستي