د بریالیو کسانو له اتو عادتونو سره آشنا شئ

داسې څوک نه پېژنم، چې له زیار ایستلو پرته په کوم څه کې بریالی شوی وي، د غوره والي یو له مهمو اجزاوو څخه، هڅه او کوښښ کول دي.
 
۱ ـــ تل موخه په خپل ذهن کې ولرئ
هر څه په هغې موخې سره، چې غواړئ ور ورسېږئ، پیلېږي، که په دې باندې پوه نه شئ، چې موخه څه ده، نو هغې ته د رسېدو لپاره هېڅ لاره شتون نه لري. داسې تصور وکړئ، چې یوه ټکسي ته خېژئ، تر ټولو لومړی کار چې کوئ، څه دی؟ ښایي لومړی په موټر چلوونکي باندې سلام وکړئ، وروسته څه؟ موټر چلوونکي ته وایئ، چې چېرته غواړئ لاړ شئ، ترڅو هغه وکولای شي، تاسو هغه ځای ته ورسوي، په همدې ترتیب باید پوه شئ، هغه ځای، چې په ژوند کې غواړئ ور ورسېږئ، چېرې دی؟
 
په همدې دلیل ډېره زیاته مهمه ده، چې له هغو څیزونو څخه، چې غواړئ ور ورسېږئ، مشخصې موخې رامنځته کړئ، څه غواړئ؟ شخصي موخې او خوبونه مو څه دي؟ ما له خپل خوب ځای سره نږدې په دېوال باندې یو کاغذ نښلولی او په هغه باندې مې خپلې موخې لیکلي دي، دا موخې ماته د دې یادونه کوي، چې دقیقاً څه غواړم او هره ورځ ماته د هغو په لور حرکت را کوي.
 
۲ ـــ هغه کار ترسره کړئ، کوم چې خوښېږي مو
کله چې هغه کار ترسره کوئ، کوم چې ورسره مینه لرئ، دې ته پاتې کېږي، چې بې پایه انرژي لرئ، چې تاسو تل په خوځښت او حرکت کې ساتي، په هغه کار کې به د بریا لپاره ستاسو تنده تر بل هر کار ډېره وي.
 
که ډاډه نه یاست، چې د خوښې وړ کار مو څه دی، وګورئ، چې اوس له څه څیز سره ډېره زیاته لېوالتیا لرئ؟ که د ټاکلو ځواک ولرئ، هر کار مو چې خوښېږي وې ټاکئ، هغه به څه وي؟ له یوه کار سره ستاسو مینه او لېوالتیا هغه انرژي ده، چې تاسو غوره والي ته رسوي.
 
۳ ـــ د نورو په پرتله سخت کار وکړئ
هېڅوک نه پېژنم، چې له زیار ایستلو پرته په کوم څه کې بریالی شوی وي، د غوره والي یوه له مهمو اجزاوو څخه هڅه او کوښښ کول دي. کولای شو اغېزناکې سټراټیژیانې ولرو او دغه راز اغېزناک ګامونه پورته کړو، خو له هڅې او کوښښ پرته نه شي ترسره کېدای. له نېکمرغه که دویم ګام مو پورته کړی وي او هغه کار ترسره کوئ، له کوم سره چې مینه لرئ، نو کار به درته ډېر ستونزمن نه وي.
 
۴ ـــ له ټولو شېبو څخه ګټه واخلئ
ټولې شېبې ارزښتمنې دي، افراد په ښه توګه پوهېږي، چې وخت ډېر زیات ارزښتمن دی. د ډونالډ ټرمپ یوه جمله، چې د هغه په یوه کتاب کې مې ولوسته، چې ویل یې، له پیسو څخه د وخت ارزښت ډېر زیات دی، ځکه پیسې کولای شئ، چې یو ځل بیا یې ترلاسه کړئ، خو هېڅکله نه شئ کولای، چې له لاسه تللی وخت بېرته را وګرځوئ. له همدې امله، زه تل په دې باندې ډاډه کېږم، چې له وخت څخه ښه ګټه اخلم او له خپلو ټولو شېبو څخه استفاده کوم.
 
ځیر شئ، چې دا عادت په دې مانا نه دی، چې باید شپه او ورځ څلیریست ساعته کار وکړئ، د ژوند له ټولو شېبو څخه ګټه اخیستل د استراحت او بیا جوړونې د وخت په مانا هم دی، ځکه له تاسو سره مرسته کوي، چې د بریا په لور اوږده لاره په ډېرې هوساینې سره ووهئ.
 
۵ ـــ خپل د خوښې وړ پایلې د ترلاسه کولو لپاره عمل وکړئ
د بریالي ژوند لرل په دې مانا دي، چې عمل وکړئ، هغه کارونه چې کوو یا یې نه کوو، زموږ د ودې او پرمختګ کچه ټاکي، که وغواړو په ژوند کې ښې پایلې ترلاسه کړو، هغو ته د رسېدو لپاره اقدام وکړو او مناسبې کړنې ترسره کړو.
 
۶ ـــ په دوامداره توګه ځان تازه کړئ
باید زده کړئ، چې هېڅکله شاته تګ ونه کړئ، د ښه کېدو لپاره تل یو کار شته، چې کولای شئ، ترسره یې کړئ، ښایي نن ډېر زیاتې ښې وړتیاوې او مهارتونه ولرئ، خو د هغو له ښه اوسېدو سره سره مهارتونه مو باید د ودې په حال کې وي. فوق العاده او بریالي انسانان تل د زده کړې، مطالعې او خپل ځان ته د وده ورکولو په حال کې دي، نو بریا ته د رسېدو لپاره، تل باید خپله سطحه لوړه کړئ.
 
۷ ـــ نظر او فیډبک وغواړئ
مهمه نه ده، چې باید څومره پرمختګ وکړئ، مهمه داده، چې ړانده ټکي به ولرئ، ړانده ټکي ستاسو په اړه هغه څیزونه دي، چې په اړه یې معلومات نه لرئ او هېڅکله نه شئ کولای، هغه څیزونه، چې په اړه یې ړانده یاست، وده ورکړئ. د فردي لوړتیا لپاره د نورو  د نظر او فیډبک غوښتل، تر ټولو ساده، آسانه، چټکه او اغېزناکه لاره ده.
 
۸ ـــ هڅه وکړئ، چې په هرڅه کې لومړی شئ
صبر وکړئ، فکر مو کړی چې بریا او غوره والي ته د رسېدو لپاره اړین عادتونه یوازې اووه دي؟
یو بل عادت هم شته، چې په فوق العاده او بریالیو کسانو پورې ځانګړی کېږي او هغه دا چې هڅه وکړئ په هر کار کې تل لومړی شئ، هغه څوک، چې د منځنۍ درجې په لټه کې دی، هېڅکله به فوق العاده نه شي. د فوق العاده ښه اوسېدو لپاره، هڅه وکړئ، چې تل لوړ واوسئ، یوازې هغه وخت کولای شئ، تر ټولو غوره پایلې تر لاسه کړئ، چې د خپل ژوند معیارونه لوړ کړئ.