د چين ولسمشر: نړۍ کې باید اټومي جګړه ونه شي 

د  المان له لومړي وزير اولاف شولز سره په ليدنه کې د چین ولسمشر شي جين پينګ په ټېنګار سره ويلي دي، چې په نړيواله کچه د اټومي  جګړې مخه دې ونېول شي  او هېوادونه بايد پرې نه ښوودل شي، چې اټومي وسلې استعمال کړي. 

نوموړي د اټومي جګړې د عملي پېښېدو مخالفت ترڅنګ دا هم ويلي دي، چې د نړۍ هېوادونه او مشران  بايد په  اټومي وسلو سره يو - بل ونه ګواښي او د اټومي وسلو په اړه څرګندونې دې هم په پاملرنې سره وشي. 

شي جين پينګ د کوم هېواد او ولسمشر نوم وانه خېست، خو د اټومي جګړې او د اټوي وسلو له لارې د تهديد خبرې د روسيې او اوکراين په جګړه کې پوتين کړې چې پراخه غبرګونونه يې تر شا درلودل. 

که څه هم د نړۍ تر لسو هېوادونه اټومي وسلې لري؛ ځيني وخت يو بل سره پرې ګواښي، خو تر اوسه له دويمې نړيوالې جګړې وروسته اټومي وسله نه ده کارول شوې.