هغه ناسم چلندونه، چې ستاسو د نېکمرغۍ مخه نیسي

حتا خورا با وجدانه او حساس کسان هم ښایي دا ناسم چلندونه ترسره کړي.
کله وخت له نورو نه هیله لرئ، چې ستاسو لپاره یو کار ترسره کړي یا له تاسو سره ځانګړی چلند ولري، کله وخت ستاسو دغه تمې سمې او پرځای دي، خو په ډېری مواردو کې بېځایه هیلې لرئ او نه پوره کېدل یې، ستاسو د ناهیلۍ سبب ګرځي او له نورو سره ستاسو په اړیکو باندې اغېزه کوي. په دې لیکنه کې، له نورو سره په اړیکه کې په ناسمو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
له نورو سره په اړیکه کې ناسم ټکي
باید په دې باندې پوه شئ، چې نه شئ کولای هر څه کنټرول کړئ او له نورو څخه هیله ولرئ، ستاسو له خوښې سره سم چلند وکړي، د غوره اړیکو د لرلو لپاره، باید زده کړئ، چې له نورو څخه باید کومې تمې ونه لرئ. د دې لیکنې په دوام په ځینو تمو باندې مرور کوو، چې د هغو په لیرې کولو سره، کولای شو خوشاله ژوند وکړو او بریالی فرد واوسو.
 
تمه مه لرئ، چې نور تل ستاسو له خبرو سره همغږي وي
که له هغه ډله کسانو څخه یاست، چې تمه لري، نور د دوی له ټولو خبرو سره همغږي وي، سخته تېروتنه کوئ، ډېری کسان خپل افکار او باورونه لري او دا تمه، چې هر څه ووایئ ورسره همغږي وي، بې ځایه او غیر واقعي تمه ده، کولای شئ، د معلوماتو په ورکړې، د څېړنو د پایلو او حقایقو په وړاندې کولو سره، د نورو د همغږي کولو لپاره هڅه وکړئ، خو تصور مه کوئ، چې هغوی تل له تاسو سره همغږي  وي یا باید له تاسو سره همغږي وکړي.
 
کله چې خپل ځان ګناهکار ګڼئ
نه شئ کولای، تمه ولرئ، چې نورو له تاسو سره د یوه ارزښتمن فرد په څېر چلند وکړي، کله چې تاسو خپله له خپل ځان سره دا ډول چلند نه لرئ. موږ ټول کله وخت تېروتنه کوو، له ستونزو سره مخ کېږو، افسوسونه او حسرتونه لرو، خو نباید خپل ځان اصلي ستونزه وګڼئ او دغه راز خپل ځان ورټئ، تاسو د دې ځواک او هوډ لرئ، چې په خپل ژوند کې بدلون رامنځته کړئ، نو په خپل ځواک باندې پوه شئ او خپل ځواکونه او وړتیاوې ووینئ، ترڅو وکولای شئ، له نورو څخه تمه ولرئ، چې همدا چلند له تاسو سره ولري.
 
خپل ځان ته درناوی نه کول، له نورو سره په اړیکه کې له ناسمو ټکو څخه دی
درناوی زموږ له دننه څخه پیلېږي، نو که غواړئ یو دروند فرد واوسئ، په پیل کې باید خپل ځان ته درناوی وکړئ، یانې داسې ژوند وکړئ، چې خپل ځان ته د درناوي او لوړ شخصیت ښکارندوی وکړي. آیا له معززو کسانو سره هغه ډول چلند کوئ، کوم چې له خپل ځان سره یې کوئ؟ له خپل ځان سره ستاسو د چلند ډول د دې سبب ګرځي، چې نور هم له تاسو سره هماغه ډول چلند وکړي.
 
کله چې خپله نه پوهېږئ، چې څه غواړئ
که غواړئ، چې په ژوند کې اعتبار ولرئ او خپلو دننیو تګلوري ښودونکو پر بنسټ خپل تګلوری پیدا کړئ، نباید له نورو څخه تمه ولرئ، چې تاسو ته ووایي، چې څه غواړئ، مینه اولېوالتیا په پیل کې باید ستاسو په دننه کې وي، شرم مه کوئ او له خپلو باورونو او آیډیاوو څخه ملاتړ وکړئ، ترڅو وکولای شئ، څه غواړئ او ولې یې غواړئ، هېڅوک نه شي کولای، چې ستاسو لپاره دا کار ترسره کړي.
 
له نورو څخه هیله مه لرئ، چې له تاسو سره پاتې شي
ځینې ستاسو ژوند ته داخلېږي او پاتې کېږي، خو ډېری کسان ستاسو ژوند ته داخلېږي او ځي، پرېږدئ هغه کسان، چې نور نه غواړي له تاسو سره پاتې شي، له تاسو څخه جلا او لاړ شي، کوم چې له تاسو سره پاتې کېږي، هغه کسان دي، چې په ښه او بدو ورځو کې ستاسو ترڅنګ دي او په ژوند کې مو مهم او ارزښتمن دي، حتا کله وخت ستاسو ترڅنګ کوم څوک نه شته او باید په خپلو پښو ودرېږئ، چې البته یو ښه تجربه نه ده، خو تاسو ته پایښت او د ځواک لرل در زده کوي. کله وخت یوازینی ښه پای د تمو او هیلو پرې کول دي.
 
له نورو څخه تمه لرل، له نورو سره په اړیکه کې له ناسمو ټکو څخه دی
کله چې نه شئ کولای افکار مو بیان کړئ، نباید له نورو څخه تمه ولرئ، چې پوه شي د څه څیز په اړه فکر کوئ، د نورو نظریاتو ته د پام کولو په پرتله د خپلو افکارو درک کول مو ډېر زیات مهم دي، په پیل کې په دې اړه، چې د څه شي په اړه فکر کوئ، څه حس لرئ او څه غواړئ، له خپل ځان سره رښتینی واوسئ، له دې وروسته کولای شئ، دا افکار، احساسات او غوښتنې مو نورو ته ولېږدوئ او په اړه یې هغوی ته وغږېږئ.