امريکا پرې وېشتلی شي؛ شمالي کوريا (د لويو وچو ترمنځ بالسټېک توغندي) وازمويل 

وروسته له هغې چې امريکا او سويلي کوريا په ګډه د شمالي کوريا اوبو او ګډې پولې سره نېږدې پراخه پوځي عمليات تر سره کړل؛ شمالي کوريا يې په غبرګون کې د لېرې واټن وېشتونکو توغنديو ازمويل پيل کړل. 

يوازې تېره ورځ، دغه اټومي ځواک لرونکي هېواد ۲۳ بېلا بېل ډول توغندي وتوغول چې په يوه ورځ کې ترټولو ډېر توغندي شمېرل شوي. شمالي کوريا روان کال ۶۰ اټومي او نااټومي وسلې ازمويلې دي. 

نن ورځ شمالي کوريا د ICBM په نوم بالسټيک توغندی هم وتوغو او دا د شمالي کوريا ترټولو لېرې واټن وېشتونکي توغندی دی چې کولی شي له خپلې خاورې امريکا په نښه کړي. 

شمالي کوريا د همدې کال په لومړۍ مياشت کې له غږ چټک "هایپرسونیک توغندي" ووېشتل او دې سره يې د لوېديځې نړۍ ژورې اندېښنې راپورته کړې.