لوېديځ يې ګډ دښمن دی؛ د اوکراين جګړه کې شمالي کوريا روسيې ته وسلې ورکوي

لوېديځو رسنيو  د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چې شمالي کوريا د اوکراين جګړې د بريا په پار روسيې ته په ګڼ شمېر توپونه او د توپونو مرمۍ ورکړې دي، چې  پرمختللې بڼه لري او په ښه ډول موخې ته رسېدلی شي. 

د امريکا د ملي امنيت شورا ويلي، چې د شمالي کوريا دا ډول هڅې د اوکراين او روسيې جګړه لا  شديده کوي او په ورته وخت کې زياتوي، چې لوېديځ هېوادونه بايد اوس د اوکراين د پوځ ملاتړ وکړي چې د روسيې پر وړاندې غښتلی شي. 

د امريکا د امنيت شورا وياند کربي خبریالانو ته ويلي، چې، زموږ نښې دا دي چې شمالي کوريا په پټه  اکمالات کوي او موږ په جدي ډول دا څارنه کوو چې دغه وسلې څنګه تر روسيې رسيږي. 

شمالي کوريا وروسته له هغې پر امريکا غوسه شوه، چې سويلي کوريا او د امريکا متحدو ايالتو په ګډه د شمالي کوريا پولو سره نېږدې ګډ پوځي  تمرينونه تر سر کړل. 

ايران او شمالي کوريا چې د روسيې ملګري هېوادونه دي، په څرګنده او هم د پردي تر شا د اوکراين جګړه کې د مسکو ملاتړ کوي.