ايران روسيې ته ۲۰۰ نور ډرون الوتکې ورکوي چې اوکراين کې پر بمبار وکړي 

د اوکراین دفاع وزارت وايي، ایران په پام کې لري چې روسیې ته له ۲۰۰ ډېرې بې پیلوټه الوتکې واستوي. دا څرګندونې د اوکراين دفاع وزير کړې او زياتوي چې روسيې د اوکراين جګړه د ايران مرستې ته لاس غځولی. 

اوکراين وايي چې نړيواله ټولنه بايد د ايران پر وړاندې ځانګړي او جدي اقدامات وکړي، او دا چې ايران روسيې ته پوځي وسايل ورکوي او بيا روسيه د اوکراين په جګړه کې ترې کار اخلي، بايد مخه يې ونېول شي. 

د اوکراين د دفاع وزارت ددغه څرګندونو په غبرګون کې ايران ويلي دي چې دا ډول څرګندونې بې بنسټه دي؛ ايران نه پخوا او نه هم په راتلونکي کې روسيې  ته د ډرون الوتکو لېږلو هوکړه لري.