ولې ځینې کسان تل خوشاله دي؟

هرومرو تر دې دمه مو څو څو ځله له ځانه پوښتلي دي، چې څنګه خوشاله واوسو؟ او د خوشاله ژوند په رازونو پسې ګرځېدلی یاست.
خوشاله اوسېدل، یانې د ژوند له هرې شېبې څخه رضایت درلودل، یانې ښې شېبې جوړې کړئ او په بدو شېبو کې ودرېږئ. په دې لیکنه کې د خوشاله او روغ ژوند په رازونو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
د خوشاله او روغ ژوند رازونه
خوشاله ژوند هغه پروسه ده، چې په هڅې او تمرین سره رامنځته کېږي او دوام پیدا کوي.
 
تېر هېر کړئ، ترڅو خوشاله ژوند ولرئ
ډاډه اوسئ، که د تېرو خاطراتو کڅوړه ولېږدوئ، هېڅکله به خوشاله نه وئ، ناسم کار مو ترسره کړئ؟ یوه وېرونکې تجربه مو درلوده؟ هر څه چې دي، باید هېر یې کړئ، اوس د تېر لپاره هېڅ نه شئ کولای، تېر تېر شوی، اوس باید د خپل اوسني وخت لپاره انرژي په پام کې ونیسئ او پرې تمرکز وکړئ.
 
مسؤولیت منونکی اوسېدل د خوشاله ژوند یو له رازونو څخه دی
د خوشاله اوسېدو لپاره باید آزادي ولرئ او تر ټولو ښه آزادي، د ټاکلو آزادي ده، مهمه نه ده، چې په کومو بدو شرایطو کې یاست، بلکې مهمه داده، چې د هر کار لپاره باید وکولای شئ، چې په آزاده توګه ټاکنه ولرئ. خلک کولای شي، چې تاسو وځوروي، خو دا ټاکنه له تاسو سره ده، چې د هغوی د ځور پر وړاندې له ځانه څه ډول غبرګون ښکاره کړئ، د ټاکلو آزادي جرات او زړورتیا ته اړتیا لري، ترڅو وکولای شئ د ژوند مسؤولیت پر غاړه واخلئ، کله چې یو کار ښه پرمخ نه ځي، نباید نور ګرم وګڼئ، مسؤولیت منونکی واوسئ، ځکه چې تاسو د ټاکلو ځواک لرئ.
 
ډېرې اړیکې ولرئ، ترڅو په ژوند کې مو ډېره خوشالي رامنځته شي
ډېرې اړیکې د ډېرې خوشالۍ سبب ګرځي، د ژوند حقیقي خوشالي، په هغو دوستیو او ملګرتیاوو کې پیدا کېږي، کومې چې د ژوند په اوږدو کې یې جوړوو، له نورو سره دوستي هغه ځای دی، چې کولای شو واقعي خوشالي پیدا کړو، دلیل یې ډېر ساده دی: یوازې د یوې دوستۍ په اوږد کې هم کولای شو، چې مینه ولرو او هم راسره مینه ولري. له نورو سره د اړیکو ساتل د خپل ژوند یو له مهمو مسایلو څخه وګڼئ، ترڅو حقیقي خوشالۍ ته یو ګام نږدې شئ.
 
مینه مو څو برابره کړئ، ترڅو خوشالي مو څو برابره شي
هر څومره، چې ډېره مینه ولرئ، نو د خوشاله اوسېدو لپاره به ډېرې لارې ولرئ، لېوالتیا، تاسو ته د خوشالۍ په لور لارښوونه کوي، له دې امله نه یوازې باید خپله مینه څو برابره کړئ، بلکې باید خپل ځان هم داسې جوړ کړئ، چې نور له تاسو سره مینه ولري، په دې کار سره خوشالۍ ته د رسېدو لپاره نوې لارې رامنځته کوئ، د مینې د پراختیا کیلي، ځیرکتیا ده، که ځیرک فرد واوسئ، نو د بې شمېره ښو او په زړه پورې پېښو څپه به ستاسو په تمه وي.
 
خپل شخصیت جوړ کړئ
د خوشاله اوسېدو لپاره سم شخصیت جوړول اړین دي، کله چې تاسو له خپل ځان او نورو سره رښتینی یاست، نو خوندي به وئ. ځان جوړونه له ژمنه کولو او په خپله ژمنه باندې له درېدو سره پیلېږي، د بېلګې په توګه: تاسو له ځان سره ژمنه کوئ، چې نور به سګرټ نه څکوئ، کله چې په خپله ژمنه باندې ټینګ درېږئ، نو خپل شخصیت جوړوئ یا دا چې له نورو سره ژمنه کوئ، چې خپل کار په خپل وخت سره ترسره کوئ، کله چې په خپلو خبرو باندې درېږئ، نو خپل شخصیت جوړوئ.
 
 خپله واوسئ
هغه وخت کولای شئ، چې خوشالي حس کړئ، چې خپله واوسئ، له تاسو څخه د خلکو له تمو سره ژوند مه کوئ، ښایي هغوی له تاسو نه تمه ولري، چې یوه ځانګړې دنده او د ژوند یوه خاصه تګلاره ولرئ، خو دې کار ته ځان مه اړ کوئ، هغه څه چې یاست پیدا کړئ.
 
موخه لرونکی ژوند کول، د روغ او خوشاله ژوند له رازونو څخه دی
د یوه ښه او رضایت بښونکي ژوند د لرلو لپاره، باید د خپل ژوند موخه پیدا کړئ او په رښتینولۍ سره یې وڅارئ، وګورئ، چې ستاسو لپاره څه څیزونه مهم دي او د خپل ځان لپاره د هغو د څارلو جرات برابر کړئ.