مهربانه چلند غوره کړئ

د بریالۍ او مخته تللې کورنۍ یوه ځانګړنه دا وي، چې د کورنۍ غړي یې د مهربانۍ او مینې بېلګې وي، د زړه سوي او ښه چال چلند یې په خټه اخګل شوی وي او هېڅکله نورو ته د اذیت پیلامه نه ګرځي، بلکې برعکس یې د لاسنیوي په موخه ترمخه ولاړ وي او چې څه یې وس کېږي، په خورا لېوالتیا یې ترسره کوي. 

که نن کوم شته لرئ، په دې کې د ناچاره کورنېو خیال هم وساتئ، مه یې رټئ، مه یې دسئ، مه یې ناهیلي کوئ، تر خپلې وسې ورسره منډه ترړه هر وخت وهئ، که تاسې یو څه خورئ، هڅه وکړئ، چې د خپل ګاونډ شاوخوا یې هم وڅارئ، څوک چې ډېر اړمن وي، برخه یې پکې وکړئ.

دا چاره د څښتن تعالی د رضایت سبب ګرځي، ستاسې په مال او شتو کې به رب درته برکت واچوي او تر ټولو ښه لا دا چې په اخروي ژوند کې به د ګاونډي د حقوقو په اړه چې کومه حالت پوښتل کېږي، پاک رب ته به په بهترین حالت کې ولاړ یاست.
د نورې نړۍ خلک آن په حېواناتو مهربانه وي، انسانیت ته خو هسې هم په ارزښت قائل وي.

پای