هیله مند اوسه

که هیله مند و اوسې، لاس تر زنې کېناستو څخه ډډه وکړې، هرو مرو به مو د بریالیتوب خوب ریښتیا کېږي. دا حقیقت دی، چې پرته له زحمت راحت نشته، انسان اړ دی، څو یو څه وکړي، یو څه وخوري، یو څه وڅښي، یو څه وګوري، یو څه واوري، یو چېرې ولاړ شي، یو ځای وغږیږي، یو ځای دې نورو ته مخاطب وي، یو ځای دې چوپ وي، یو ځای دې وخندیږي، یو ځای دې غمګین وي او داسې نور...

هغوی چې یو څه ترسره کوي، هرو مرو به بریالي کېږي هم، هغوی چې لا په مینې او لېوالتیا تر پرمختګه رسیدلي، یو څه یې له زړه ترسره کړي، یو څه یې سنجولي، فکر یې کړی او بیا یې عمل کړی، یو څه ته یې له بېلابېلو زاویو کتلي او بیا یې د عمل جامه هم ور اغوستې.

غوره او آرامه چاپیریال کې ډېر څه په کم وخت کې ترسره کېدی شي، که تاسې نن وخت لرئ، فرصت هم لرئ، باید دا غنمیت وګنئ، سبا ممکن تر نن ورځې ډېر بوخت شئ، د نن په پرتله له ډېرو نورو ستونزو سره مخ شئ، د نن په پرتله دروند بار در د غاړې شي، ښه ده او غوره ده چې هر څه د ذوق او لېوالتیا له مخې ترسره کړئ، هرو مرو به بریالي کېږئ.
پای