خپل مسوولیت درک کړئ

دا مه غواړئ چې ډېر څه دې په یو وار ترسره کړئ، هر څه ترسره کول، هر څه غوښتل، د هر څه هیله کول، د هر څه په اړه فکر کول، د هر څه په اړه اندېښنه کول، د هر څه په اړه بحث کول او په هر څه کې مداخله کول، دا ټولې هغه ځانګړنې دي، چې له تاسې خپل مسیر ورک کوي، په ناسمه لار مو رهي کوي او تر ټولو بده لا دا چې د خپل پلان، طرحې او کړنلارې څخه مو په واټن کې ساتي.
 
که کوم مسوولیت در سپارل شوی وي، بیا باید خپل مسوولیت په سم ډول ترسره کړئ، د هرې ورځې لپاره خپل کاري پلان ولرئ، هر څه ته له بېلابېلو زاویو وګورئ، د بل چا مسوولیت په غاړه مه اخلئ، خپله یې ترسره کړئ او ښه یې ترسره کړئ. 
 
یو انسان اړ دی، څو خپلې چارې په ښه ډول ترسره کړي، هغه مسوولیت چې ور دغاړې دی، په خپل وخت یې ترسره کړي، ناغیړي پکې ونه کړي، خیانت او غبن څخه پکې ډډه وکړي او تر ټولو غوره لا دا چې په ښه کیفیت او معیار یې ترسره کړي. بریا ستاسې ده.
پای