د خپل ځان په اړه د نورو د فکر بڼې له عذاب څخه د خلاصون تر ټولو غوره لارې کومې دي؟

که تل له دې عذاب سره لاس و ګرېوان یاست، چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي یا به څه ووایي، تېروتنه کوئ او د خپل ژوند د ښو شېبو د له لاسه ورکولو په حال کې یاست.
 
ټول له دې سره لېوالتیا لري، چې ورسره مینه ولرل شي او په همدې دلیل هڅه کوي، چې له پخوا څخه ښه شي، ترڅو د نورو د خوښې وړ وګرځي، خو دا یو ډول اروایي ځور دی، چې په بشپړه توګه اروایي روغتیا ته مو زیان اړوي، کله چې اجازه ورکوئ، د نورو نظرونه په تاسو باندې اغېزه وښندي، نو په بشپړه توګه له هغه څه څخه واټن اخلئ، کوم چې یاست، خو څنګه باید دې همېشني عذاب ته د پای ټکی کېږدئ؟
 
په هغو څیزونو باندې تمرکز وکړئ، چې ارزښت لري
کله چې په مهمو څیزونو باندې تمرکز کوئ، د نورو د رول په اړه کم او له خپل ځان څخه تر ډېره په ستر انځور باندې تمرکز کوئ، په پایله کې د پخوا په پرتله به ډېر د خپل ځان په اړه فکر کوئ.
 
په دې اړه فکر وکړئ، چې ډېری کسان تاسو ته ډېر زیات پام نه کوي  
نور انسانان په خپل ژوند کې ښکېل دي او تل ستاسو د چلند په اړه فکر نه کوي، ټاکل شوې نه ده، چې خپل چلند د نورو له خوښې او رضایت سره سم جوړ کړئ، نو دا موضوع مه هېروئ.
 
خپل باور ولرئ
معمولاً انسانان د نورو باورونو ته ډېر زیات پام کوي او هغو ته په کتو خپل چلند تنظیموي، خو تاسو نباید داسې واوسئ، تل خپل باور د خپل ځان لپاره وساتئ او وګورئ، چې د ژوند په اړه مو واقعاً د فکر بڼه څه ډول ده او د نورو نظر ته په تمه مه پاتې کېږئ.
 
خپل ځان غوره وګڼئ
هېڅوک ستاسو په ژوند کې ستاسو په پرتله په مسایلو او ستونزو باندې نه پوهېږي؛ نو تل له خپلو آیډیاوو او باورونو څخه کار واخلئ او ډاډه اوسئ، چې غوره دي.
 
خپل کارو بار په لاره واچوئ
دا چې تل غواړئ، له نورو څخه وپوښتئ، چې ستاسو په اړه څه نظر لري، په بشپړه ټوګه هر څه له منځه وړي، نو له دې منفي افکارو څخه لاس واخلئ، معمولاً که وغواړئ، د نورو نظر وپوښتئ، نو منفي فیډبک به ترلاسه کړئ، چې ذهن او اروایي حالت مو خرابوي، نو خپل ځان په بې ارزښت مسایلو کې مه ښکېل کوئ.
 
تحریک کوونکي وپېژنئ او په اړه یې بې پروا واوسئ
آیا د مسایلو په اړه له بریده زیات حساسیت ښکاره کوئ؟ آیا له دې چې تېروتنه وکړئ، خجالت کېږئ؟ هڅه وکړئ، چې دا افکار له ځانه لیرې کړئ، د مشهور قول پر بنسټ، سخت پوستکی شئ او اجازه مه ورکوئ، چې تحریک کوونکي د دې سبب شي اعصاب مو خراب کړي.
 
له بریده زیات فکر کول خوشې کړئ
له بریده زیات فکر کول، په بشپړه توګه د دې سبب ګرځي، چې تاسو له قضاوت کولو څخه ووېرېږئ او تل وغواړئ، خپل چلند د نورو له خوښې او رضایت سره سم تنظیم کړئ او همدا چاره د دې سبب ګرځي، چې یو تل پاتې عذاب مو ملتیا وکړي، نو له بریده زیات فکر کول خوشې کړئ او په کار باندې ځان بوخت کړئ.
 
له نورو څخه د نظر غوښتنه مه کوئ
که د هغو افرادو له ډلې څخه یاست، چې د نورو نظر پرې اغېزه کوي، نو له هغو څخه نظر مه غواړئ، په ځانګړې توګه له هغو کسانو څخه، چې ناخوښه او ناراضي دي او په هر څه باندې نیوکه کوي او د ژوند په اړه په بشپړه توګه بدبینانه لید لري، د اړتیا په صورت کې له هغو کسانو څخه د نظر غوښتنه وکړئ، چې د رضایت احساس یې ډېر وي.  
 
یوازې تاسو د خپلو کارونو مسؤول یاست
کېدای شي ډېر کسان تاسو ته نصیحتونه وکړي او پندونه درکړي او ووایي، چې څه ډول چلند وکړئ او دغه راز باید څه وکړئ، خو دا واقعیت په پام کې ونیسئ، چې د خپلو کارونو مسؤول یوازې تاسو یاست او هغوی د کوم کار کولو او یا ستاسو د کړنو مسؤول نه دي، نو د چا نظریاتو ته پام مه کوئ.
 
د جوړونکو فیډبکونو په لټه کې واوسئ
د مهمو تصمیمونو لپاره، هرومرو د هغو افرادو باورونه، چې پرې اعتماد لرئ، وارزوئ او نور هېر کړئ او په هغو کسانو پسې وګرځئ، چې جوړونکي فیډبکونه لري.
 
هېڅکله د نورو د خوښ او راضي ساتلو په لټه کې مه اوسئ
نه شو کولای، چې په داسې بڼه ژوند وکړو، چې د ټولو انسانانو هیلې پوره شي، نو له خپل ځان سره یې تکرار کړئ، چې د دې کار ترسره کول، ناشونی دی، له بریده زیات د نورو د رضایت په لټه کې مه اوسئ او دا ومنئ، چې ښایي ځینې انسانان له تاسو سره مینه ونه لري او دا په بشپړه توګه یوه طبیعي چاره ده.
 
په باورونو کې تل بدلون رامنځته کېږي
په دې باندې پوه واوسئ، چې حتا د نورو په اړه ستاسو په افکارو کې بدلون رامنځته کېږي، نو که چېرې د نورو په اړه زموږ په افکارو کې ډېر ژر بدلون رامنځته کېږي، نو ولې د هغه څه په اړه اندېښمن واوسو، چې نور یې زموږ په اړه فکر کوي. د نورو باور هېڅ ټینګ او ژور نه دی او په ډاډ سره ویلی شم، چې بدلون به وکړي، نو هڅه وکړئ، په دې قضیه باندې پوه واوسئ، چې د هغوی په باور کې هم بدلون رامنځته کېږي او ثابت او پایښت لرونکی به نه وي.
 
په اوس باندې تمرکز وکړئ
کله چې تل خپل ځان د نورو په افکارو او خبرو کې ښکېل کړئ، په بشپړه توګه اوسنئ شېبې له لاسه ورکوئ، په اوس باندې تمرکز وکړئ، د راتلونکو پېښو او همدا راز د نورو د قضاوت په اړه فکر مه کوئ او دا ومنئ، چې تاسو باید په شېبه کې ژوند وکړئ.
 
د خلکو د رضایت د را جلبولو لپاره تصمیم مه نیسئ
غوره ده، چې د تصمیم نیونې پرمهال تر ټولو ښې کړنې ولرئ او په شعوري توګه تصمیم ونیسئ، چې څه څیز ستاسو لپاره غوره دی. د ژوند د مهمو تصمیمونو په اړه، له تجربه لرونکو کسانو سره مشوره وکړئ، خو په پای کې په خپله تصمیم ونیسئ، ځکه تاسو په خپله پوهېږئ، چې څه کار مو په ګټه دی، نو هغه تصمیم مه نیسئ، چې یوازې د خلکو د نظر د راجلبولو لپاره وي.
 
د خپلو خوبونو لپاره ژوند وکړئ
په ژوند کې داسې شېبې شتون لري، چې شونې ده د نورو د رضایت لپاره، له خپلې خوښې سره سم چلند ونه کړو او یوازې د نورو د رضایت لپاره خپل ژوند بېځایه تېر کړو. د دې ټاکنه، چې له خپل ځان څخه نور خوشاله وساتو، تل د دې سبب ګرځي، چې تاسو د خپلو خوبونو لپاره نه، بلکې د نورو لپاره ژوند وکړئ.
 
یوه بېلګه ولرئ
په هغو کسانو پسې وګرځئ، چې د زړه له کومې ورته درناوی لرئ او هغوی کولای شي، ستاسو لپاره په ژوند کې یوه ښه بېلګه واوسي او کله چې په خپل نفس د اعتماد کمښت لرئ، له هغوی سره ښه حالت پیدا کړئ او د هغوی له تجربو څخه ګټه واخلئ.
 
په دې باندې پوه شئ، چې ژوند لنډ دی
هر کله مو چې داسې احساس وکړ، چې دا ورانونکي افکار مو له بریده زیات ځوروي، په دې اړه فکر وکړئ، چې ژوند ډېر لنډ دی او ټاکل شوې نه ده، چې د ژوند ارزښتمنې شېبې په دې اړه په فکر کولو باندې تېرې کړئ، چې نور ستاسو په اړه څه نظر لري.
 
د نورو نظر یوازې یو نظر دی
په دې اړه فکر وکړئ، چې نور نظر ورکوي، خو د هغوی نظر ستاسو د ژوند په بهیر باندې کوم اغېز نه لري او توپیر نه کوي، چې هغو ته پام وکړئ او که نه. په هر صورت، د هغوی نظر به یې په خپل ذهن کې پاتې شي او دا تاسو یاست، چې د خپل د ژوند د پرمخ بیولو په حال کې یاست.
 
له خپل ځان سره رښتینی واوسئ
که له بریده زیات د نورو د فکر په اړه اندېښنه ولرئ، په بشپړه توګه د ژوند فرصتونه له لاسه ورکوئ او نه شئ کولای، چې په بشپړه توګه له خپل ځان سره رښتینی واوسئ، نو هڅه وکړئ، چې له هر څه مخکې له خپل ځان سره رښتینی واوسئ، په ژوند کې له خپلو تګلارو څخه ګټه واخلئ او د خپل ځان لپاره تمثیل مه کوئ، ترڅو وکولای شئ له خپل واقعي ځان سره مینه ولرئ.
 
خپلو باورونو ته درناوی وکړئ
تر کله چې له خپلو باورونو سره مینه ونه لرئ او هغو ته درناوی ونه کړئ، نه شئ کولای، چې له نورو څخه دا هیله وکړئ، نو دا قضیه په خپل ځان کې پلې کړئ، چې باورونه مو بشپړه توګه د درناوي وړ دي او څه سم او څه ناسم، ستاسو شخصي باور دی او باید ورته درناوی وشي.