ځيني مو ولې ربړوي؟

دا باید د یو حقیقت په توګه ومنو، چې انسان که ژوندی وي، بیا باید خپل کار، روزګار وکړي، ژوند همداسې دی، چې یو څه وکړه، یو څه ترلاسه کړه، زحمت وباسه، ثمره یې ترلاسه کړه، ښه وکړه، په بدل کې یې ښه ترلاسه کړه، ژوندي وپاله، مړي وبښه، تاسې به هم وپالل شئ او بښنه به ترلاسه کړئ، نورو سره مرسته وکړه، مرسته به ترلاسه کړئ، نورو ته مینه ورکړئ، مینه به ترلاسه کړئ، نور مه تخریبوئ، تاسې به هم نه تخریبېږئ، د نورو په غم مه خوشاله کېږئ، ستاسې په غم به هم څوک نه خوشاله کېږي، نورو سره بد چلند مه کوئ، تاسې سره به هم څوک بد چلند نه کوي.

که په ټولنه کې ژوند کوئ، بیا باید د خلکو خبرې واورئ، ستونزې وګالئ او زحمت وکښئ، د نورو ګیلې، شکایتونه او ناندرۍ به هم اورئ او ګورئ، ښکاره ده چې دا چاره به تاسې ربړوي، کله به داسې هم شوي وي، چې یو کار دې تاسې نه وي کړی او انګېزه به داسې خپره شوې وي، چې ګویا تاسې کړی، له بده مرغه دا هر څه په وروسته پاتې ټولنو کې تر سترګو کېږي او ښه ده چې د دې ستونزو او ننګوونو په وړاندې له صبر، زغم او استقامت څخه ګټه واخلئ، بریالیتوب ستاسې دی.
پای