پخواني لوړپوړي کسان يې له دندو ګوښه کړل؛ اېلن ماسک ټوټېر واخېست

د نړۍ تر ټولو شتمن کس اېلن ماسک د څو مياشتو خبرو - اترو او ستونزو وروسته تېره شپه د ټوېټر ټولنيزې شبکې کنټرول تر لاسه او دغه شرکت يې واخېست. 

سي اِن اِن او واشنګټن پوسټ رسنيو د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي، ماسک دغه رسنۍ په ۴۴ مېليارده امريکايي ډالر واخېسته. نوموړي ويلي دي، چې د بيان ازادۍ د لا غښتليا لپاره به ترې کار واخلي. 

سي اِن اِن او واشنګټن پوسټ دا هم ليکلي دي چې ايلن ماسک د ټوېټر ځيني لوړپوړي کسان له دندو ګوښه کړي دي. د ټوېټر اجرائيه رئيس پاراګ اګروال، د خونديتوب او مالي برخې رئيسان هغه کسان دي، چې لومړي ګام کې ماسک له دندو لېرې کړل. 

ماسک څو مياشتې وړاندې د ټوېټر د اخېستو ويلي وو، خو وروسته مسله وځنډېده. محکمې ماسک ته وخت ټاکلی وو، چې ټاکل شوې موده کې يا ټوېټر رسنۍ واخلي او يا هم دغه معامله پای ته ورسوي.