له ماشوم سره د پلار چلند، دا خبرې منعه دي

د پلرونو خبرې په اولادونو باندې ډېر زیات اغېز لري، له دې امله باید له خپلو خبرو سره ډېر پام وکړي.
 
ما زوی/ لور غوښته
ماشومان هغه څه ته، چې مور او پلار یې فکر کوي، ډېر زیات ارزښت ورکوي، که تاسو خپلو ماشومانو ته ووایئ، چې زوی یا لور مو غوښته، حتا که دا خبره په ټوکو سره هم وکړئ، نو ماشوم ته یو بد احساس ور لېږدوئ، په حقیقت کې هغه فکر کوي، چې په تېروتنې سره نړۍ ته راغلی دی او د بې ارزښتۍ احساس کوي، له دې امله د خپلو ماشومانو جنسیت ته په نه پام له هغوی سره چلند وکړئ، ستاسو ماشوم نباید د جنسیت له امله، چې په خپل لاس کې یې نه و، ورټل شي.
 
په ظاهر کې دې بدلون رامنځته کړه
د ماشومانو د ظاهر په هکله نظر ورکول، یوه تېروتنه ده، که تاسو تل خپل ماشوم ته ووایئ، چې ښکلی یې، په حقیقت کې دا پیغام ور لېږدوئ، چې ظاهر یې د ژوند تر تولو مهم فکټور دی، له بلې خوا، که تل هغه ته ووایئ، چې خپل ظاهر ته په بل ډول بدلون ورکړي، په حقیقت کې هغه ته د بد رنګ اوسېدو حس ور لېږدوئ او په خپل ځان باندې باور یې ترې اخلئ. د ماشومانو خوښېږي، چې خپل مور او پلار خوشاله وساتي، له دې امله که داسې احساس وکړي، چې ستاسو د خبرو په دلیل له ظاهري پلوه دا وړتیا نه لري، کېدای شي په خطر لرونکو اقداماتو باندې لاس پورې کړي.
 
مه ژاړه
د «مه ژاړه» جمله دې ته ورته کېږي، چې تاسو هغه فرد ته، چې وېرېدلی دی ووایئ: «آرام واوسه». دا خبره به ستاسو په ماشوم باندې هېڅ اغېز ونه کړي، که تاسو له خپل ماشوم څخه وغواړئ، چې ونه ژاړي، په حقیقت کې دا پیغام ور لېږدوئ، چې ژړا کول یو ناسم کار دی، ژړا په یو ډول د احساساتو بیان دی، له دې امله نباید د خپلو ماشومانو مخه ونیسئ، له دې پرته هغه فکر کوي، چې ژړا د کمزورتیا نښه ده او د خپلې انرژۍ د تشولو لپاره د بلې لارې په لټه کې کېږي، تاسو باید خپل ماشوم ته د احساساتو د بیان سمه لاره ور وښیئ.
 
احساس دې واقعیت نه لري
یوه له تېروتنو څخه، چې ډېری پلرونه یې کوي، دا ده، چې د خپلو ماشومانو احساسات نا لیدلي نیسي، کله چې ستاسو ماشوم خپل احساسات او نظریات بیانوي، خو تاسو له هغو سره مخالفت کوئ یا د فکر په بڼې باندې یې ملنډې وهئ، په ماشوم باندې به مو منفي اغېزه وکړي، په دې صورت کې ماشوم مو په خپل ځان باندې شک کوي، چې دا په خپل نفس باندې د اعتماد نشتون په راتلونکې کې کولای شي له ستونزو سره یې لاس و ګرېوان کړي، له دې امله خپلو ماشومانو ته د دې فرصت ورکړئ، چې خپل ځان سانسور نه کړي او په آزاده توګه هر هغه څه یې چې په ذهن کې تېرېږي، په خوله راوړي.
 
چلند دې ماشومانه دی
که چېرې پلار د ماشوم د یوه ناسم کار په پایله کې، هغه ته ووایي، چې ماشومانه چلند لري، ماشوم ته به دا پیغام ور ولېږدوي، چې ماشوم اوسېدل د بد اوسېدو په مانا دی، چې دا تصور واقعیت نه لري، له دې امله په هغو وختونو کې، چې ماشوم په یوه کار کې کمزورتیا لري، هغه ماشوم مه ګڼئ، هغه ته فرصت ورکړئ، ترڅو په خپل عمر سره وده وکړي.
 
په خبرو دې باور نه لرم
ماشوم باید په دې باندې پوه شي، چې تاسو پرې باور لرئ او خبرو ته یې غوږ نیسئ، هغه پلار، چې خپل زوی دروغجن ګڼي او کوم معلومات، چې هغه وړاندې کوي، پرې باور نه کوي، خپل زوی خطرناک موقعیت کې مېشتوي. تاسو باید له خپل ماشوم سره داسې چلند وکړئ، چې هغه پوه شي، تاسو پرې باور لرئ، که داسې مو احساس کړ، چې خبرې یې دروغ دي، ورسره خبرې وکړئ، پرېږدئ، چې هغه په تاسو باندې دومره اعتماد ولري، چې حقیقت په ژبه راوړي.
 
ولې نه پوهېږې؟
ماشومان نه شي کولای، چې د لویانو په څېر ستاسو د خبرو په مفهوم باندې پوه شي او دا چاره په بشپړه توګه طبیعي ده، د «ولې نه پوهېږې؟» جملې په ویلو سره، ماشوم مو داسې احساس کوي، چې یو احمق دی، په دې شرایطو کې غوره ده، چې د هغه د رټلو پرځای یو ګام شاته واخلئ او د خپلې موخې د رسولو لپاره، د بلې لارې په لټه کې واوسئ، که ماشوم مو ستاسو د خبرو د نه درک کولو په دلیل باندې پوه شي، نو له سټرس پرته به خپله ستونزه حل کړي، له دې امله ستاسو د ماشوم نه پوهېدل، قصدي نه دي او نباید له امله یې هغه ورټئ.
 
زه تاسو پرېږدم
مهمه نه ده، چې ماشوم مو څومره بې منطقه دی، تاسو نباید په هېڅ ډول شرایطو کې، په هغه باندې د خپلو خبرو د منلو لپاره، هغه وګواښئ، ماشوم مو باید پوه شي، چې تاسو یې هېڅکله نه پرېږدئ، تاسو حق لرئ، چې غوسه شئ یا حتا هغه ته سزا ورکړئ، خو هېڅکله مه ورته وایئ، چې یوازې به یې پرېږدئ. ماشوم مو نباید داسې احساس وکړي، چې په ستونزمن وخت کې به د تکیه کولو لپاره پلار ونه لري.
 
مور دې ښه چلند نه لري
حتا که  مېرمن مو ښه چلند ونه لري، تاسو نباید د خپل زوی پر وړاندې په هغې پسې خبرې وکړئ، یو له بدو شرایطو څخه دا دی، چې ماشومان مو په خپلو شخړو کې ښېکل کړئ، ستاسو ماشوم باید په دې باندې پوه شي، چې تاسو یو بل ته پام کوئ، له دې امله یا له مور څخه یې ستاینه وکړئ یا که نه شئ کولای سکوت وکړئ او په اړه یې خبرې مه کوئ.
 
تر تا مخکې، زما وخت ډېر آزاد و
طبیعي ده، چې تاسو هم د نورو میندو او پلرونو په څېر، له ماشوم لرلو مخکې، مو ډېر آزاد وخت درلوده، خو نباید دا واقعیت د خپلو ماشوم پر وړاندې په خوله راوړئ، ځکه هغه ته دا حس ور لېږدوئ، چې اضافي او پېټی دی. دا تاسو وئ، چې د ماشوم لرلو لپاره مو تصمیم ونیوه، له دې امله سختۍ یې د خپل ماشوم پر غاړه مه ور اچوئ، دا عادلانه نه ده او د ماشوم شخصیت له خطر سره مخ کوئ.
 
ته باید دې مسلک ته داخل شې
ماشومان ستاسو د ژوند انعکاس نه دي، هغوی خپلواک انسانان دي، چې په خپله باید د خپل ژوند لپاره تصمیم ونیسي، اړتیا نه شته، چې ماشوم هغې څانګې ته ننوځي، له کومې سره، چې تاسو مینه لرئ، هغه اړتیا لري، چې خپلې هیلې وڅاري، له دې امله هغه ته فرصت ورکړئ، چې د خپلې خوښې وړ برخه کې وځلېږي او خپلو هیلو ته د رسېدو په لاره کې یې وهڅوئ، همدا کړنه د دې سبب ګرځي، چې له اولادونو سره مو اړیکه لاپسې غښتلې شي.