کنډواله په اصل کې له څلورو نارسیده او یا ړنګ شوو دیوالونو جوړ یوې سیمې ته وايي، چې خلک پکې استوګنې ته زړه نه ښه کوي، خو هغوی چې ډېر ناچاره دي او سرپناه نلري، اړ کېږي چې پکې واړوي او د خپل ژوند څو شپې پکې سبا کړي.
کنډواله د یوه ګڼ کلي په منځ کی د خاورو او خټو او ډبرو برخمن کور ته وايي، د کلي یا د کور د ظاهري مانا پر بنست ډېر وران او ویجاړ معلومیږي.
په ظاهرکې د انسان ظاهري لباس یا جامه که هر څومره کمزورې او پر تن وي؛ په اړه یې باید ژر قضاوت ونشی، له همدې کبله ژور فکر ته اړتیا ده او باید باطن یې هم مطالعه شي.
د انسان باطن ته باید ډېر فکر او توجه وشي، که یو انسان هر څومره بی وزله، بی کسبه او بې کماله وي؛ نو نیمګړتیاوو ته یې باید و نه کتل شي، د انسان ظاهر ته نه بلکی باطن ته و کتل شي، که د انسان ژوند او پوښاک ظاهراً ښه ښکارېده، دا په دې معنا نه ده، چې په باطن کې دې هم ښکلی او منظم وي، دا چې باطن یې ناسم او کنډواله دی، دا داسې ده، لکه په کنډواله کې چې ژوند ولري.
ښه ده او غوره ده چې هم خپل باطن او هم خپل ظاهر ژوند سم او اصلاح کړو، همدا د غوره او تقوا داره خلکو ځانګړنه ده.
پای
وروستي