نورو ته په دلائلو قناعت ورکړئ

په ټولیز ژوند کې بېلابېل افکار موجود وي او د دې لپاره چې څنګه نورو ته ژر او ښه قناعت ورکړو، یوازینۍ لار یې مثبت فکر دی.

 د بېلګې په توګه: که د کور، کلي ژوند ته فکر وکړو، هرو مرو به مو لفظي او فزیکي شخړې لیدلې وي، دغه وخت ډېر حساس وي او آن ډېر وخت ډېرې بدې پایلې تر شا پرېږدي. د دې پر ځای چې د شور پر مهال له جوش څخه کار واخیستل شي، غوره ده چې له هوش کار واخلو، څو تنه د منځګړي په توګه خپل روال اداء کړي، صحنې ته را وغوښتل شي، ګرمه مسله د یو څه وخت لپاره سړه کړی شي، د مقابل لوري په خبرو او حرکاتو باید له زغم ګټه واخیستل شي، حوصله وشي او د مسلې د حل لپاره د لاس په کارېدو فکر ته لومړیتوب ورکول شي، تر ټولو غوره او با ارزښته لار همدا ده.

هڅه وکړئ چې د قناعت له ژبې ګټه واخلئ، هر څه په توري او ډانګ نه کېږي، څښتن تعالی ژبه انسان ته د همدې لپاره ورکړې ده، چې الله تعالی پرې یاد کړي، خبرې پرې وکړي، د ژوند چارې پرې بیان کړي او تر ټولو غوره لا دا چې د دوه مسلمانانو تر منځ د صلحې په وخت کې د خېر خبره پرې وکړي. 

د شخړې د هواري په پار اړینه ده چې مقابل لوري ته بېلابېل دلائل ورسره وړاندې کړو او د لائلو په وړاندې کولو سره وګورو چې څوک ملامت او څوک سلامت دی، نه دا چې د ((پړ هم زه، مړ هم زه)) ښکار شو. انسان باید ټولنې د مینې، ورور ګلوۍ او د یو بل زغملو پېغام ورکړي. 
پای