د روسيې وېره: ښايي اورکراين کثیف بم (dirty bomb) استعمال کړي 

د روسيې دفاع وزير سرګي شویګو له خپل بريتانوي سيال سره په خبرو کې اندېښنه ښوودلې ده، چې شونتيا شته چې اوکراين به پر روسي ځواکونو او د روسيې پر خاروه (dirty bomb) په نوم پراخه وېجاړونکې وسله استعمال کړي. 

د نوموړي په وينا چې اوکراين به ددغه جګړې پر مهال د پراخه ويجاړۍ وسلو د نه کارونې قوانينو ته درناوی ونه کړي او شونتيا چې د کثيف بم په نوم دغه وړانګې خپرېدونکې  وسلې وکاروي. 

له بلې خوا، اوکرایني چارواکو سمدلاسه د شویګو ادعاوې رد کړې او روسیه یې تورنه کړې چې د اوکراین په خاوره کې د خپل برید توجیه کولو لپاره غلط ګواښونه کوي.

ورته وخت کې د برېتانيا، امريکا او فرانسې دفاع وزيرانو هم په يوې ګډې خبرپاڼې کې د روسيې دغه ادعا رد کړې ده چې اوکراين به کثيف بم استعمال کړي. د يادو هېوادونو ګډه خبرپاڼه وايي داسې شونتيا نشته چې اوکراين داسې کار وکړي، خو روسيې د ځان سپيناوي په پار داسې بې بنسټه ادعاوې کوي.