رياض واشنګټن ته: سعودي عربستان د امريکا کوم ايالت نه دی 

په داسې حال کې چې په اوکراین کې جګړه نهمې میاشت ته داخلیږي، ځینې شنونکي په دې باور دي چې سعوديان به د مسکو پر ضد دريځ نېونې ته د لویدیځ د فشارونو په وړاندې مقاومت وکړي. 

دوی وايي، چې سعودي عربستان ته لومړی نسبتاً بې طرفه پاتې کېدل د سعودي سلطنت په ګټه ده خو که چېرې امريکا غواړي چې سعودي عربستان دې د اوکراين په ملاتړ د روسيې پر ضد ودريږي، نو د رياض پيغام او دريځ دا دی چې سعودي عربستان د امريکا کوم ايالت او تابع دولت نه دی چې د واشنګټن فرمايشونه به مني. 

یمن کې د امریکا پخوانی سفیر او د منځني ختیځ د انسټیټیوټ مرستیال جیرالډ فیرسټین وايي: "سعودي په وروستیو کلونو کې پر دې ټینګار پيل کړی چې دوی هڅه کوي په هغه څه کې له ښکیلتیا څخه ډډه وکړي چې په متحده ایالاتو کې د "لوی ځواک سیالۍ" په نوم یادیږي. 

شنونکي وايي، له روسیې سره د سعودي عربستان د قوي اړیکو دوام -  به د ریاض او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالی لا زیات کړي. اوس مهال سعودي عربستان په څرګنده د امريکايي هغه غوښتنې ردوي چې اړيکې به خرابې کړي.