جرمني، فرانسې او انګلستان ملګرو ملتونو ته د ايران ضد شکايت کړی 

درېيو اروپايي هېوادونو (جرمني، فرانسې او انګلستان) ملګرو ملتونو ته يو ليک لېږلی او په کې يې غوښتي دي چې اوکراين کې د ايران شهيد - ۱۳۶ ډرون الوتکو بريدونو په اړه جدي پلټنې وکړي. 

جرمني، فرانسې او انګلستان د اوکراين هغه غږ بدرګه کړی چې اوکراين په کې ادعا کړې چې ايران پر روسيې شهيد - ۱۳۶ ډرون الوتکې خرڅې او بيا مسکو اوکراين کې پرې بمبارۍ کړې. 

له بلې خوا، د ايران بهرنیو چارو وزارت په وینا، ایران د ملګرو ملتونو لپاره د فرانسې، جرمني او بریتانیا غوښتنه په کلکه غندلې چې د هغه تورونو په اړه تحقیقات يې غوښتي چې روسیې د اوکراین په برید کې د ایراني -  جوړې بې پیلوټه الوتکې کارولې دي.

اوکراین وايي، روسیې له ایراني جوړ شوي شهید-۱۳۶ بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی او دغه الوتکې ډېر دقيق هدف په نښه کوي. له جرمني، فرانسې او انګلستان وړاندې اوکراين ملګرو ملتونو ته له ايران شکايت کړی وو.