څنګه یوه خوشاله مور واوسئ؟

د روغتیا پالانو (ډاکټرانو) سپارښتنو ته په پام، کله چې میندې له اروایي او جسمي پلوه ښه وضعیت ولري، نو کولای شي، چې نړۍ ته روغ ماشوم راوړي او په ښه توګه یې وروزوي. 

ښایي ستاسو لپاره هم په زړه پورې وي، چې پوه شئ په څو آسانه او ساده تګلارو او ټکو سره، کولای شئ یوه انرژي لرونکې او خوشاله مور واوسئ. دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ، ترڅو په دې ټکو باندې پوه شئ. 

۱ ـــ په سهارنۍ کې له ۶۵ فیصدو څخه پورته د چاکلیټو خوړل، په بدن کې د خوشالۍ هورمون د تولید سبب ګرځي. 

۲ ـــ د شپې کله چې ماشومان ویده شول، په تړمو اوبو باندې لامبل، د سټرس په کمښت سربېره د غړو د راټولېدو مخه نیسي. 

۳ ـــ په هرو دوو اونیو کې یو ځل د خپل ځان لپاره یوه ډالۍ واخلئ، حتا د نوکانو رنګ (رنګ ناخن)، په دې ترتیب له خپل ځان سره له مینه لرلو څخه یادونه کوئ. 

۴ ـــ خوږو څیزونو او دغه راز د کورنۍ ډوډۍ بوی، د خوشالۍ په ډېرښت کې ډېر اغېزناک رول لوبوي او کولای شئ کله نا کله د خپل ځان لپاره خواږه څیزونه پاخه کړئ. 

۵ ـــ کله چې خپل نوي زېږېدلي ماشوم ته شیدې ورکوئ، نو غوره ده، چې ټول پام مو په هماغه شېبه کې وي، ترڅو ښه احساس تجربه کړئ. 

۶ ـــ کله چې سټرس مو زیات شو، نو د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ ونیسئ، چې په تاسو کې به یو ډېر ښه، په زړه پورې او اغېزناک حس رامنځته کړي. 

۷ ـــ ماشوم ته مو هغه مهال کتل، کله چې لوبې کوي یا هم د فعالیت په حال کې وي، په تاسو کې یو ډېر ښه او غوره احساس رامنځته کوي. 

۸- کله چې خپه یاست، کولای شئ خپل د خوښې وړ جامې واغوندئ، خپل ځان ته رسېدنه وکړئ او د خپل ژوند له شریک سره د لیدو کتو یو پروګرام جوړ کړئ، چې یوازې تاسو دواړه یاست. 

۹ ـــ د یوګا او پلی مزل کولو ورزشونه مه هېروئ.