د ښه ژوند لپاره دېرش نظرونه

۱ ـــ نیوکه، شکایت او محکومول مه کوئ. 
۲ ـــ رښتینی واوسئ. 
۳ ـــ په نورو کې انګېزه رامنځته کړئ. 
۴ ـــ په ذاتي توګه نورو سره لېوالتیا پیدا کړئ. 
۵ ـــ تل حتا د ستونزو او د سختۍ پرمهال مُسکا وکړئ. 
۶ ـــ په یاد ولرئ، چې د هر فرد نوم تر ټولو ښکلې او مهمه کلیمه ده. 
۷ ـــ ښه اورېدونکی واوسئ، نور وهڅوئ، چې د خپل ځان په اړه خبرې وکړي. 
۸ ـــ د نورو د لېوالتیاوو پر بنسټ خبرې وکړئ. 
۹ ـــ داسې چلند وکړئ، چې نور داسې احساس وکړي، چې مهم دي او هر کار مو چې په توان پوره وي په رښتینې توګه یې ورته ترسره کړئ. 
۱۰ ـــ په بحث کې د بریالي کېدو لپاره تر ټولو غوره لاره، ترې ډډه کول دي. 
۱۱ ـــ د نورو نظر ته درناوی وکړئ، مه وایئ چې تېروتنه کوئ. 
۱۲ ـــ که مو تېروتنه وکړه، نو په چټکه او رښتینې توګه یې ومنئ. 
۱۳ ـــ دوستانه خبرې وکړئ. 
۱۴ ـــ داسې خبرې وکړئ، چې مقابل لوری تل ستاسو په ځواب کې هو ووایي. 
۱۵ ـــ اجازه ورکړئ، چې مقابل لوری مو ډېرې خبرې وکړي. 

۱۶ ـــ اجازه ورکړئ، چې مقابل لوری مو داسې احساس وکړي، چې له تاسو نه غوره دی. 
۱۷ ـــ له مقابل لوري نه هر څه په رښتینې توګه وګورئ. 
۱۸ ـــ د نورو له مثبتو او جوړونکو باورونو او هیلو سره ملتیا وکړئ. 
۱۹ ـــ له مثبتو او انګېزه ورکوونکو کسانو سره ملګری شئ. 
۲۰ ـــ خپل باورونه په نورو باندې مه تحمیلوئ. 
۲۱ ـــ خپل ځان د مقابل لوري له غیر کلامي نښو سره همغږی کړئ. 
۲۲ ـــ په رښتینې توګه له نورو څخه ستاینه وکړئ. 
۲۳ ـــ د نورو له تېروتنو څخه په غیر مستقیم ډول یادونه وکړئ.   
۲۴ ـــ په نورو باندې له نیوکه کولو څخه مخکې، د خپلو تېروتنو په اړه خبرې وکړئ. 
۲۵ ـــ د ښکاره دستور پرځای، پوښتنه وکړئ. 
۲۶ ـــ په نورو کې د خوندیتوب احساس رامنځته کړئ. 
۲۷ ـــ هر جزیی پرمختګ او هر مثبتی ټکی وستایئ. 
۲۸ ـــ هڅوونکی واوسئ او کوښښ وکړئ، چې د نورو تېروتنه آسانه او د اصلاح وړ ښکاره کړئ. 
۲۹ ـــ پرېږدئ، چې افراد ستاسو له وړاندیزونو څخه خوشاله شي. 
۳۰ ـــ که د کوم چا لپاره کوم کار ترسره کوئ، نو د جبران هیله یې مه لرئ.