دا کارونه ستاسو جذابیت له منځه وړي

ځینې انسانان ډېر زیات پلویان لري او ځینې نور د هغو بدو ځانګړتیاوو په خاطر، چې لري یې، چندان پلویان نه لري.
 
داسې تر سترګو کېږي، چې د ځینو دې مسئلې ته پام نه دی، چې د هغوی ځینې شخصیتي صفتونه د دې سبب ګرځي، چې نور له هغوی څخه راضي ونه اوسي. په دې لیکنه کې په هغو ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي، چې ستاسو جذابیت راکموي.
 
هغه ځانګړتیاوې، چې ستاسو جذابیت راکموي
ځینې چلندونو په ټولنه او دغه راز د شاوخوا خلکو په منځ کې ستاسو جذابیت را کموي، دا چلندونه کولای شي د انسان د ټولنیزو اړیکو د سړېدو سبب شي، نننی نړۍ د اړیکو نړۍ ده، موږ چې په هر دنده او یا هر مقام کې واوسو له خپلو شاوخوا کسانو سره تګ راتګ ته اړتیا لرو.
 
په خپل ځان مئین اوسېدل او خپل ځان لوړ ګڼل  
د هیچا هغه انسانان نه خوښېږي، چې په خپل ځان باندې له بریده زیات مئین وي او دغه راز خپل ځان له نورو څخه لوړ ګڼي، په دې باندې باید پوه شئ ډېری انسان پرته له دې چې هوډ یې ولري، له خپل ځانه داسې چلندونه ښکاره کوي، چې خلک فکر وکړي، چې په ځان باندې مئین دي او خپل ځان له نورو لوړ ګڼي، که فکر کوئ، چې تاسو د توجه مرکز واوسئ یا هر څه ستاسو په ګټه وڅرخېږي او د نورو احساساتو او اړتیاوو ته پام نه کوئ، نو باید د دې وضعیت د بدلون په اړه فکر وکړئ.
 
عاطفي ناخوندیتوب
که چېرې په پرله پسې توګه د خپل ځان په اړه د نورو د نظر او تایید په لټه کې یاست، له شک پرته د هغوی په نظر جذاب نه یاست، دا ډول چلند د دې سبب ګرځي، چې یو ځوړند او معلق کس تر سترګو شئ او دغه راز د ناخوندیتوب او نا پوخوالي احساس دی. د دا ډول چلند په کولو سره، نور له ځانه لیرې کوئ.
 
رییسانه چلند
ډېر کم کسان دي، چې د نورو رییسانه چلند یې خوښېږي، که تل غواړئ، نور کنټرول کړئ یا ټول تصمیمونه په یوازې توګه نیسئ او داسې چلند کوئ، چې ګواکې د نورو مسؤولیت له تاسو سره دی، خپل شاوخوا خلک تېښتې ته اړ کوئ. ځینې کسان د نورو په دوکه کولو سره، هغوی د بېلابېلو کارونو ترسره کولو ته اړ کوي، کله چې نور په دې چلند باندې پوه شي، نور نو له یاد کس سره به اړیکې ته، له دوام ورکولو سره کومه لېوالتیا ونه لري.
 
بې پروایي او بې ادبي
ځینې عادي چلندونه، په انسانانو باندې اغېز لري، د (لطفاً) او (مننه) ویل او د نورو خبرې نه پرې کول، خبر اترې کول، د منندویي ښکاره کول، مېز ته د کېناستلو د آدابو مراعات کول او وخت پېژندونکی اوسېدل، دا ټول، نورو او خپل ځان ته د درناوي نښې دي. بې پروایي او بې ادبي د دې لامل ګرځي، چې نور مو ونه غواړي او ستاسو له شتون څخه بېزاره وي. زموږ معمولاً نه خوښېږي، چې له بې ادبه انسانانو سره اړیکې ولرو.
 
منفي اوسېدل، هغه ځانګړتیا ده، چې ستاسو جذابیت را کموي
بدبیني یوه ښه ځانګړتیا نه ده، که تل ګیلاس  نیم تش وینئ، نو هڅه وکړئ، چې په خپله تګلاره کې بدلون رامنځته کړئ. هغه کس چې تل د پېښو او موقعیتونو منفي اړخ ویني، نور پرېښانه کوي. ستاسو منفي لید او بدبیني، نورو ته منفي انرژي ورکوي او د هغوی روحیه زیانمنوي.
 
له بریده زیات د سیالۍ او رقابت غوښتنه
آیا هر انسان ته د رقیب په سترګه ګورئ؟ فکر کوئ، چې تل باید له نورو څخه غوره واوسئ؟ که داسې وي، نو د نورو له سترګو څخه غورځېږئ، که ډېر زیات رقابت او سیالۍ ته تږي واوسئ، نه یوازې اړیکه مو له خپلو خپلوانو سره زیانمنېږي، بلکې د ژوند کولو د خوند بې شمېره فرصتونه له لاسه ورکوئ، زده کړئ، چې د نورو بریا ته ارزښت ورکړئ، باید د دوستانو پروا وکړئ او پرېږدئ، چې له خپلو ښو شېبو څخه خوند واخلي.
 
د رښتینولي نه لرل، هغه ځانګړتیا ده، چې جذابیت مو را کموي
ښه دوست یا ښه ملګری باید رښتینی او د اعتماد وړ وي، ډېری کسان چې ترخه او توند چلندونه لري، تر ډېره دروغ وایي او رښتیني نه دي، دا کسان دغه راز په دې لټه کې دي، چې پوه شي، نور د دوی په اړه او دغه راز د نورو موضوعاتو په اړه څه فکر کوي، خبرې ګرځول هم د دوی یو له بدو چلندونو څخه دی. که د دې توضیحاتو په لوستلو سره دې ته مو پام شو، چې دا ډول چلندونه لرئ، نو باید چلند مو وارزوئ، د هیچا دروغجن انسانان نه خوښېږي.