د ترکیې ولسمشر: پوتین اوس ډیر نرم شوی او د اوکراين شخړه کې خبرو ته غاړه ږدي 

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي چې د روسيې ولسمشر پوتين سره ليدنه کې دې پايله ته رسېدلی دی، چې دی (پوتين) اوس مهال نرم شوی او داسې  ښکاري چې د اوکراين مسله کې خبرو ته ارزښت ورکوي. 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، داسې ښکاري چې پوتین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د پخوا په پرتله "ډیر نرم" او د خبرو اترو لپاره ډیر منونکی شوی دی. اردوغان ويلي، "د خبرو اترو د احتمال شته؛ موږ بې امیده نه یو."

د ترکیې ولسمشر وړاندې ويلي، چې دی خوشبین دی چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب به د نړۍ بازارونو ته د ملیونونو ټنو اوکرایین غلو د لیږد زمېنه برابره کړي. هغه وايي چې د بار وړلو د تړون د غځولو په برخه کې کوم خنډ اوس شتون نه لري. 

پر اوکراين د روسيې بريد په اړه لومړيو کې داسې وړاندوينه کېده، چې روسيه به د څو ورځو دننه اوکراين ونېسي خو اوس تر ډېره دا څرګنده شوې ده، چې روسيه د اوکراين جګړه کې له ستونزو او شاته تګ سره مخ ده.