له زوی سره د پلار د اړیکې په اړه لس رازونه

کله وخت له زوی سره د پلار اړیکه رقابتي کېږي، خو کله وخت زړه یې غواړي، چې خپله اړیکه پیاوړې کړي، خو په لاره چاره باندې یې نه پوهېږي، په دې لیکنه کې په هغو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، چې په هغو باندې په عمل کولو سره، اړیکه به مو پیاوړې شي.
 
د پلار او زوی ترمنځ اړیکه کولای شي پېچلې واوسي، هغه پلرونه او اولادونه، چې په خپل منځ کې ډېر د نظر اختلاف لري، له یو بل سره یې د اړیکې ټینګښت ستونزمن کېږي، کله وخت د پلار اړیکه له زوی  سره رقابتي کېږي، خو کله وخت غواړي، چې خپله اړیکه پیاوړې کړي، خو په تګلاره باندې یې نه پوهېږي.
 
لکه څنګه چې خپلې او د خپلو اولادونو اړیکې مې کتلې دي، له خپل پلار سره مې د خپلې اړیکې په اړه فکر کاوه او ومې لیدل، چې پلرونه او زامن د کلونو په اوږدو کې، له یو بل سره تعامل لري، په کتنو کې مې د پلار او زامنو ترمنځ د رامنځته شوې پیاوړې اړیکې ځینې اصلي عناصر وپېژندل.
 
که تاسو د هغو پلرونو له ډلې څخه یاست، چې غواړئ له خپلو زامنو سره خپله اړیکه پیاوړې کړئ، موږ دلته ستاسو لپاره ځینې ټکي راوړي دي، چې په هغو باندې په عمل کولو سره، اړیکه به مو پیاوړې شي.
 
۱ ـــ درک کړئ، چې هلکان د خپلو پلرونو تر اغېزې لاندې دي
که باور وکړئ، که یې ونه کړئ، هلکان تر هر څه لومړی خپلو پلرونو ته ګوري او د نارینه کېدو لپاره هغوی خپله بېلګه ګرځوي. هغه اغېز چې پلار یې د ماشوم په ودې باندې ښندي، پټ، خو واقعي دی، کله چې ماشومان له خپلې مور سره د خپل پلار چلند ویني، ښځینه و ته احترام یا بې احترامي زده کوي او دا چې ښځینه او نارینه له یو بل سره باید څنګه اړیکه ټینګ کړي او څنګه له ستونزو سره مبارزه وکړي، دغه راز دا هم له خپلې مور سره د خپل پلار له چلند څخه زده کوي. اوس چې له دې چلند څخه خبر یاست، نو د خپل چلند په اړه په ژوره توګه فکر وکړئ.
 
۲ ـــ خپلې ګډې لېوالتیاوې زیاتې کړئ
ښایي تاسو له ورزش سره لېوالتیا ولرئ، په داسې حال کې، چې زوی مو په کور کې له کتاب لوستنې څخه خوند اخلي، خو هرومرو بله بوختیا شتون لري، چې تاسو دواړه ورسره مینه او لېوالتیا لرئ، د بېلګې په تفریح تلل. هڅه وکړئ، چې له خپل زوی سره خپلې ګډې لېوالتیا وپېژنئ او له یو بل سره د اوسېدو وخت زیات کړئ، ترڅو ستاسو ترمنځ اړیکه ښه شي.
 
 
۳ ـــ له ماشومانو سره له لوبو کولو څخه مه وېرېږئ
لوبې وکړئ، نارینه اولادونه کله چې ځوانان دي، لوبې کول او فعالیت یې خوښېږي، له خپلو اولادونو سره کښتۍ ونیسئ او پرېږدئ، چې فزیکي فعالیت تجربه کړي، ښایي د همدې لوبې تر اغېزې لاندې په راتلونکې کې، له غر ختنې، هاکي او سکېټ سره لېوالتیا پیدا کړي.
 
۴ ـــ د پلارتوب او زوی توب په لوبو کې بوخت شئ
مهم نه ده، چې په څه کورنۍ او له څه فرهنګ سره روزل شوی یاست، په هر صورت کولای شئ د پلارتوب او زوی توب پروګرام جوړ کړئ، دا پروګرام کولای شي، د اوونۍ په وروستیو کې غر ختنه وي یا دې ته ورته بل پروګرام.
 
۵ ـــ په سترو پروژو باندې کار وکړئ
د هلکانو لپاره ډېره خوندوره ده، چې له خپل عمر څخه ستر کارونه ترسره کړي، د یوه ماشین پرانیستل او بېرته یې په خپل ځای باندې ایښودل، د یوه بکس جوړول او داسې نور کارونه، له ماشومانو سره د سترو پروژو ترسره کول، ستاسو ترمنځ اړیکه ښه کوي او خاطره جوړوي، چې تاسو کولای شي د کلونو کلونو لپاره په اړه یې خبرې وکړئ.
 
۶ ـــ خپل ماشوم ته غوږ ونیسئ
تاسو هم له دې څخه، چې نور مو خبرو ته غوږ ونیسي، خوند اخلئ، که له همدا اوسه، له هر ډول قضاوت مخکې، لومړی د خپل ماشوم خبرو ته غوږ ونیسئ او وروسته یې ستونزه حل کړئ، له هغه سره مو ټینګه اړیکه جوړه کړې ده، چې د ډېرو کلونو لپاره به باقي پاتې شي. داسې یو فرصت رامنځته کړئ، چې وکولای شئ ورسره خبرې وکړئ، د بېلګې په توګه، په ګډه کب نیونې ته لاړ شئ یا ورزش وکړئ، بسنه کوي چې خپل پنځه ویشت سلنه وخت غوږ نیونې ته ځانګړی کړئ، وروسته له دې له هغه سره له خوشاله شېبو تېرولو څخه خوند واخلئ.
 
۷ ـــ له سترو خبرو څخه مه وېرېږئ
وخت په پام کې ونیسئ او خپلو زامنو ته د نارینه مسایلو او د دوی د اړیکو په اړه معلومات ورکړئ. د دې نارینه خبرو اترو په ترسره کولو کې صریح او رښتینی اوسېدل، له زامنو سره مو مرسته کوي، چې د واده په اړه مثبت لید ولري.
 
۸ ـــ په مثبتو ټکو باندې تمرکز وکړئ
زموږ ماشومان د خپلو شاوخوا منفي پیغامونو په وسیله بمبارېږي. یوازې په ټلویزیون کې د تبلیغاتو ننداره کول، ښایي په هلکانو کې د نا کافي اوسېدو حس رامنځته کړي، هغوی احتمالاً په بشپړه توګه پیاوړي نه دي، په همدې دلیل یې په خپل ځان باندې باور کمېږي.
 
د پلار په توګه موږ باید هغوی دې ته اړه کړو، چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي او خپل تایید اعلان او د هغوی د بریاوو د لمانځلو لپاره مثبتې لارې رامنځته کړو.
 
۹ ـــ هر یوه ماشوم ته وخت په پام کې ونیسئ
موږ باید له هر ماشوم سره د فردي اړیکو لپاره وخت په پام کې ونیسو، له دې امله ډاډ ترلاسه کړئ، چې داسې پروګرام جوړوئ، چې د خپل هر یوه زوی ترڅنګ به اوسئ. کوچنی زوی مې په باسکټبال باندې مئین دی او موږ له ماښام وروسته څو ساعته د باسکټبال ورزش ته ځانګړي کوو.
 
ستر زوی مې په بحث کولو باندې مئین دی، له دې امله زه په کافي اندازه وخت په پام کې نیسم، ترڅو وکولای شم له هغه سره د بېلابېلو مسایلو په باب په ښه توګه خبرې وکړم.
 
۱۰ ـــ  پر معنویت هم تمرکز وکړئ
ستاسو باوریز دود چې هر څه وي، له زوی سره مو مرسته وکړئ، ترڅو د ژوند ژوره مانا درک کړي، له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو خپل دننه ته وګوري او مسایلو ته ژور لید ولري.
 
هغه څه، چې زامن یې له خپلو پلرونو څخه زده کوي
پلرونه له میندو سره توپیر لري، هغوی توپیري تر سترګو کېږي، په بله بڼه لوبېږي او معمولاً د مور په پرتله توپیري تګلاره لري، دا ښه څیز دی.
 
یو ماشوم له خپل پلار څخه زده کوي، پرته له دې، چې حتا پوه شي دا کار ترسره کوي.
هغه د نارینه توب او د هغه څه په اړه، چې نارینه یې خوښوي یا یې نه خوښوي، زده کوي. پلرونه له شک پرته په خپلو هغو زامنو باندې اغېز لري، کوم چې د ودې په حال کې دي او دا اغېز د ماشوم د زېږون له ورځې څخه پیلېږي.
 
د ماشوم په روزلو کې د پلار د رول بدلون
د تېرې یوې پېړۍ په لړ کې د ماشومانو په روزلو کې د پلار په رول کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی، په تېرو نسلونو کې دې تمې شتون درلوده، چې زامن باید د خپلو پلرونو لاره تعقیب کړي، خو په دې تګلاره کې بدلون رامنځته شوی دی.
 
له دې سره سره، لا هم ډېر پلرونه شتون لري، چې نه غواړي یا نه شي کولای، چې له خپل اولاد سره صمیمي اړیکه ولري.
 
کله چې نارینه د پلار او زوی د تړاو په اړه له حقیقت سره مخامخ کېږي، هم درد او هم خلاصون تجربه کوي، پلار او زوی دواړه ښایي وکولای شي په واضحه توګه دا درک کړي، چې څنګه د هغوی منفي نا بیان شوي احساسات کولای شي، د دوی په صمیمانه اړیکو باندې اغېزه وکړي او دغه راز له نورو نارینه و سره د دوی په دوستانه اړیکو کې اغېز ولري.
 
له زوی سره د پلاره اړیکه، خلاصه
په خپلو زامنو باندې تمرکز کول، له یو بل سره د مثبت او خوشاله وختونو تېرول او د ژوند د درسونو په اړه خبرې کول، له زامنو او پلرونو سره مرسته کوي، له یو بل سره مانا لرونکې اړیکې ټینګې کړي او له زامنو سره مرسته کوي، ترڅو دا لیدونه ولري، چې هغوی ته اجازه ورکوي، په پیاوړو نارینه و باندې بدل شي.
 
ښایي پوه نه شئ، خو شونې ده، له خپلو زامنو سره ستاسو نننی چلند، د هغه چلند پایله وي، چې پلار مو له تاسو سره درلوده او ډاډه اوسئ، که تاسو ناسم لاره خپله کړئ، ښایي زوی مو په راتلونکې کې له خپل زوی سره دې ته ورته او ناسم چلند وکړي.