له خپلو ملاتړو يې غوښتي چې کوڅو ته راووځئ؛ عمران خان د نوماندۍ له حق محروم شو

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون په يوې تازه پرېکړه کې ويلي دي، چې د تحريک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړي وزير عمران خان نور دا حق نه لري، چې نوماند او د پاکستان د پارلمان غړی شي. 

 ياد کمېسيون وايي چې هغمهال چې نوموړی د پاکستان لومړی وزير وو، نو پراخه مالي فساد يې کړی او پر دې بنست دی مجرم پېژندل کيږي او مجرم نه شي کولی چې پارلمان ته ځان نوماند کړي. 

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د يادې پرېکړې په غبرګون کې عمران خان ويلي، چې دی به د اسلام اباد عالي محکمې ته شکايت وکړي او په ورته وخت کې يې له خپلو ملاتړو غوښتي دي چې د کمېسيون د پرېکړې په غبرګون کې سړکونو ته راووځي او لاريونونه وکړي. 

د کمېسيون له پرېکړې څو ګړۍ  وروسته خبریالانو سره په خبرو کې د عمران خان نېږدې کس  فواد چوهدري د کمېسيون  پرېکړه شرموونکې او د پاکستان د خلکو په مخ یوه څپېړه وبلله.

چوهدري ويلي چې دا ډول پرېکړې يوازې پر عمران خان برید نه دی؛  دا د پاکستان پر اساسي قانون او د خلکو پر خپلواکې ادارې بريد دی. 

پر عمران خان تورن دی چې د خپل حکومت پر مهال يې له بهرنيانو ډالۍ تر لاسه کولې او بيا به يې په ارزانه بيه د خپل ځان لپاره بازار کې خرڅولې.