د خواړو اختلال یا food poisoning

اکثرا وخت زیاتره خلک دځینو خواړو سره غیر معمولي یا غیر صحي اړیکه لري او یا په اصطلاح عکس العملي اړیکه لري. چې دا ډیری وختونه د یو شخص په فزیکي او رواني روغتیا باندې منفي اغیزې رامینځته کولی شي نو د خواړو اختلالاتو په اړه باید د یو روانپوه څخه پوښتنه او مشوره وغوښتل شي ځکه چې  روانې درملنې ته اړتیا لري.
ډیر زیات فکتورونه شتون لري چې کولی شي د خواړو اختلال لامل کیدلې شي:

بکتریاوي عوامل
دا چې بکتریاوې تل د ودې او ډیرښت لپاره مناسب شرایط لټوي نود خواړه دحرارت درجې په بدلون او یا هم ځنډنې کیدو سره، خواړو صحي بڼه تغیروي ځکه چې ځنډنې خواړه د بکتریاوو لپاره یو بهترین د ودې محل یا په اصطلاح کلچر میډیا ده، نو دخواړو دختلال یو تر ټولو عام ترین او زیات ترین سبب ده، چې خواړ منتنوي. 

 بیولوژیکي فکتورونه 
ځینې خلک دځینو خواړو  لپاره په جنیټیکې ډول جوړ او مساعد نه وي او په دوې کې  اختلال رامینځته کوي، نو تر کومه وخته چې ددوې جنیټیک تغیر نه وي کړي، یاد اختللات هم نه حل کیږي معنا دا چې د جنیټیک  دتغیرولو وړاندیز کول بې اساسه او په کُل کې کومه دپام وړ نتیجه نلري.

 محیطي عوامل 
د خوړو یا د بدن دعکس العمل مسایلو په اساس دتودوخې درجې او یا دلوړ او ټیټ فشار د سانتې ګریډ سره  دنامناسب اقلیم او مخیط په پایله کې رامنځته کیږي  د ژوند نارمل دوام اغیزمنوي، یعنې روغتیا په ناروغتیا تبدیلوي.

لکه دکال دموسمونو په بدلون سره دموسم برعکس خواړه استفاده کول چې دا دمخیط دفشار دبدلون له امله وي او دبدن دفشار دبدلون ښه مثال بیا امیندوارۍ، لوړ او ټیټ فشار  بلوغت ددورې بدلونونه، د اړیکو ستونزې، دې چې دخواړو په انتخاب کې کلیدۍ رول لري. 
 
 د شخصیت فکتورونه 
زیاتره خلک بیا د ذهني حساسیت او ناجوړتیا په توګه ښه خواړه ښه نه ګڼي چې په تیر وخت کې ترې بده خاطره لري او یا په اصطلاح مخکې ترې رنځیدلې وي،  هغه خلک چې دا ډول خلک اکثره د خواړو په انتخاب کې د اختلالاتو دلرلو له امله  ډیری وختونه په ځان او بیا په هضمي سیستم  ټیټ باوره وي ، او خورا سپک خواړه انتخابوي ځکه دوې په دې برخه کې ډیر حساس وي.

 ټولنیز عوامل 
په چاپیریال او رسنیو کې د منفي رول ماډلونه او یا نوره غذایې برنامي کولی شي، چې د خلکو غذایې موډ ته په مثبت او یا منفې لورې بدلون ورکړي او ددې لامل شي چې په غیر منطقي توګه د دوی له بدن څخه ناخوښه حس او یا خوښ حس را وپاروي او دیو غذایې اختلال په توګه پیژندل کیږي.

 صدمات 
هغه خلک چې په غذایې رژیم کې د ذهریاتو، خوبجنو، او د صدماتو تاریخچه لري، دوی هم د خوړلو اختلالاتو ډیر احتمال لري او د خواړو اختلال مشورې ته اړتیا لري.