ته یو نارینه یې! نو تل یو نارینه اوسه!

داسې یو نارینه، چې ستا د نرتوب اوصاف تر نورو تاته متفاوت والي درکړي!
ضرور نده، چې ته دې ډیر سټایل، لوړ قد، چاغ بدن، ښه ښایست ولري، ځکه دا شیان ستا، دروني ښایست نشې وړاندې کولائ، دا فقط ستا اقتصادي حالت او ستا ذوق، نورو ته وړاندې کوي. 

ته نر اوسه! 
خو داسې یو نر چې په لیدو دې انجونۍ ووایې افرین ستا په تربیه، او همدارنګه ستا دوالدینو په تربیه...

هو، نر اوسه! 
خو داسې یو نر چې ستا دظاهر څخه وړاندې ستا باطن تا خلکو ته ور معرفې کړي.

هو نر اوسه! 
داسې نر چې ستا په لومړی لیدلو هم ستا مخالف جهت ووایې، کاش زه هم یو نر وای، او بیا داسې نر، کټ مټ لکه ته چې یې.

هو نر اوسه! 
داسې یو نر، کله چې دانجونو ترمنځ د نارینه وو، مثبت اوصاف بیانیږي، نو ستا خور، فکر وکړي چې انجونۍ هوباهو تا یادوي او ددوې ترمنځ ووایي، هو زما لالا بلکل همداسې ده.
 
هو نر اوسه! 
خو داسې یو نر چې کله د مینې، عاطفې، او صداقت ذکر وشې، نو ستا میرمن فکر وکړي، چې ګواکې زما له خاوند سره چیرته مخ شوي. 

هو نر اوسه! 
خو داسې یو نر چې په یادولو سره دې مورکۍ نړۍ ته په راوړلو هیاجانې شي، او له خدایه په هزار شکرونو مننې وکړي، چې خدایه ته ډیر مهربان یې چې ماته دې داسې یو زوي را په برخه کړي ده.

هو نر اوسه!
خو داسې یو نر چې ستا انسانیت، ستا کمالات، ستا هنرونه،  ستا دملګرو او همزولو ترمنځ ستا په استعداد بیانیه ورکړي. 

هو نر اوسه... 
چې ستا په اړه هر څوک په ذهن کې یو خاصه منظره ولري.

هو نر اوسه! 
چې ستا په اړه ډیر زیات، افراد خیالي نړۍ ودانې کړي..

هو نر اوسه! 
خو داسې یو نر چې یو دریځ ولري.

هو نر اوسه! 
خو داسې یو نر، چې ستا د ظاهر په لیدلو دا چا باور ونشې، چې دا به ته وي.

هو نر اوسه!
چې ستا وقار، ستا په نرتوب کې ده...