د زهرجنو والدینو نښې وپېژنئ

د هیچا اړیکه له خپلو والدینو او د ژوند له شریک سره بشپړه او بې نیمګړتیا نه ده، که ښه چانسی واوسئ، ډېری وخت له خپلو والدینو سره ښه اړیکه لرئ.
 
له بده مرغه هغه کسان، چې زهرجن والدین لري، له هغوی سره د ښې اړیکې لرلو چانس نه لري، هرڅومره چې هڅه وکړئ، نه شئ کولای له هغو کسانو سره سالمه او د متقابل احترام پر بنسټ اړیکه ولرئ، کوم چې له احساسي پلوه ستونزه لري. په دې لیکنه کې د زهرجنو والدینو په نښو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې له لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
زهرجن والدین د خپلو ماشومانو لپاره ډېر دردونه، کړاوونه او اروایي ستونزې رامنځته کوي، ښه خبر دا دی، چې کولای شئ، د زهرجنو والدینو پر منفي اغېزو باندې غلبه وکړئ، په دې لاره کې تر ټولو لومړی ګام دا دی، چې د زهرجنو والدینو نښې وپېژنئ.
 
به ادبه دي
هغوی نه شي کولای، چې د یوې ذرې په اندازه تاسو ته درنښت وکړي او په ادب او مهربانۍ سره چلند وکړي.
 
له احساسي پلوه غبرګون منونکي دي
زهرجن والدین تر ډېره نه شي کولای، چې خپل احساسات کنټرول کړي، هغوی د نه وړاند وینې وړ دي او هر څه له بریده زیات ستروي.
 
کنټرول کوونکي دي
هغوی تل  غواړي، چې تاسو ته ووایي، څه کار باید ترسره کړئ او څه وخت او څنګه یې باید ترسره کړئ.
 
غوسه ناک دي
هغوی ډېر غوسه ناک دي یا دغه راز منفعله غوسه لري، د کنایه ویلو، په قصدي توګه د مسایلو په هېرولو او دغه راز په غوسه کولو سره ستاسو د ځور سبب ګرځي.
 
نیوکه کوونکي دي
هر کار چې وکړئ، زهرجن پلار یا زهرجنه مور هېڅکله له تاسو څخه نه راضي کېږي، هغوی په هر څه کې عیب او نیمګړتیا پیدا کوي.
 
رټونکي دي
دوی د خپلې کورنۍ په نیمګړتیا کې د خپل چلند او رول مسؤولیت نه مني او ټوله نیمګړتیا ستاسو پر غاړه در اچوي.
 
له بریده زیاتې تمې لري
هغوی له تاسو نه تمه لري، ترڅو ټول کارونه مو پرېږدئ او یوازې د هغوی اړتیاوې ور پوره کړئ. تاسو، پروګرامونو او اړتیاوو ته مو پام نه کوي، یوازې خپل ځان ته ارزښت ورکوي او تاسو د هغوی د ژغورنې لپاره هر څه چې کولای شئ پرته له کوم قید و شرطه یې باید ترسره کړئ.
 
بې رحمه دي
زهرجن والدین داسې کارونه کوي او دغه راز داسې څیزونه وایي، چې په بشپړه توګه بې رحمه دي، هغوی پر تاسو باندې ملنډې وهي، تاسو ته په ناسمو نومونو سره غږ کوي، ستاسو له کمزورو ټکو څخه یادونه کوي او په قصدي توګه داسې موضوعات وړاندې کوي، چې له هغو سره حساس یاست.
 
حریم نه مراعاتوي
هغوی ستاسو په شخصي مسایلو کې لاسوهنه کوي او نه مني، چې تاسو یو بالغ فرد او په بشپړه توګه خپلواک یاست، هغوی غواړي ستاسو د شخصي ژوند په مسایلو باندې پوه شي، ستاسو خصوصي حریم ته درناوی نه کوي، ستاسو ایمیلونه پرانیزي، له بلنې پرته ستاسو کوټې ته ننوځي، پرته له دې چې له هغوی څخه وغواړئ، نصیحتونه کوي او ستاسو د ماشومانو په روزلو کې لاسوهنه کوي.
 
اوس څنګه له زهرجنو والدینو سره هوکړې ته ورسېږئ؟
که زهرجن والدین لرئ، په یاد ولرئ، چې ګناه نه لرئ، هر څومره چې وغواړي تاسو ورټي، تاسو په دې چلند کې هېڅ نیمګړتیا نه لرئ. د دې ټکي درک کول، چې والدین مو مهمې ستونزې لري او په هغوی کې بدلون راوستل، ناشونی کار دی، د منلو لپاره لاره پرانیزي او کله چې افراد لکه څنګه چې دي منئ، خپل ځان په هغوی کې د بدلون راوستلو له زندان څخه خلاصوئ. یوازې کولای شئ خواشیني واوسئ، چې له خپل مور او پلار سره ښه اړیکه نه لرئ.
 
آرامتیا په رسېدو کې دا ټکی ډېر زیات مهم رول لري، خو بیا هم د زهرجنو والدینو لرل اندېښنه جوړونکی او ستونزمن کار دی او تاسو هغو تګلارو ته اړتیا لرئ، چې په وسیله یې وکولای شئ، زهرجن والدین ومنئ. لاندې څو تګلارو ته اشاره کېږي، چې کولای شي له تاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
 
له زهرجنو والدینو څخه واټن واخلئ
په دې ځای کې له احساسي پلوه واټن اخیستل د پام وړ دي، نه فزیکي لیریوالی یا نږدې والی، دا یانې غبرګون ښکاره نه کړئ، مسایلو ته په ځان پورې تړاو مه ورکوئ او خپل ځان د نورو د اړتیاوو، غوښتنو او احساساتو مسؤول مه ګڼئ، د زهرجنو والدینو یوه له نښو څخه داده، چې کولای شي په آسانۍ سره تاسو وهڅوي، ځکه په دقیقه توګه ستاسو په کمزورو ټکو باندې پوهېږي، ښایي حتا که له فزیکي پلوه هم له هغوی څخه لیرې واوسئ، بیا هم ونه شئ کولای، چې په آسانۍ سره له احساسي پلوه خپل ځان له هغوی جلا کړئ او اړ شئ د چلندونو پر وړاندې یې غبرګون ښکاره کړئ.
 
پرېکنده واوسئ او د هغوی لپاره حد او برید مشخص کړئ
کله چې له زهرجنو والدینو سره ژوند کوئ، نو په ډېرې سختۍ سره کولای شئ، چې ښه او سالم چلند ولرئ. تاسو حریمونو ته درناوی په کورنۍ کې زده کوئ، ښایي د خپلو والدینو لپاره د حد او برید مشخص کول یو ستونزمن کار وي، ښایي داسې یوه مور ولرئ، چې هره ورځ تاسو ته زنګ وهي یا داسې یو ورور چې روږدی (معتاد) دی یا تل له تاسو نه پیسې اخلي. که چېرې د خپل ځان لپاره نوي قوانین جوړ کړئ، پر وړاندې یې په یقیني توګه مقاومت کوي، نو پرېکنده اوسئ.