۱ ـــ په هر کار کې د بریا لپاره، په پیل کې باید له هغه څخه یو روښانه او واضح انځور ولرئ.
۲ ـــ هوډ مو پیاوړی کړئ، خپل ځان د هغو کارونو ترسره کولو ته اړ کړئ، چې ستونزمن دي، په دې کار سره مو اراده غښتلې کېږي.
۳ ـــ له خپل کار سره مینه وکړئ، که حتا د ترسره کولو لپاره یې ناچاره واوسئ.
۴ ـــ هڅه وکړئ، داسې کار ونه کړئ، چې تل د بښنې غوښتلو په حال کې واوسئ، کار مو په ډېرې ځیرکتیا او دقت سره ترسره کړئ.
۵ ـــ هېڅکله خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، بلکې خپل ځان له خپل ځان سره پرتله کړئ.
۶ ـــ کله چې له ستونزو سره مخامخ کېدل مو په یاد وي، نو هرومرو د حل لاره شتون لري، ځکه هر څیز له خپلې جوړې سره رامنځته کېږي.
۷ ـــ ستونزې تاسو غښتلي کوي او د بریاوو په لور درته لارښوونه کوي. غر ختنه آسانه نه ده، خو هغه منظره، چې د غره له پاسه لیدل کېږي، ډېره ښکلې او په زړه پورې ده.
۸ ـــ هر څه لکه څنګه چې دي، وې منئ. یوازې غوښتل، کوم څه ته بدلون نه ورکوي.
۹ ـــ دا چاره تمرین کړئ، چې له دننه څخه خوشاله واوسئ، مه پرېږدئ، چې نور ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ لپاره تصمیم نیونه وکړي.
۱۰ ـــ کله چې کوم کار له خنډ او ستونزې سره مخامخ کېږي، مه نور او مه هم خپل ځان رټئ. انسان هغه وخت لامبو زده کوي، چې په اوبو کې له ډوبېدو څخه ونه وېرېږي.
۱۱ ـــ د هغو څیزونو په اړه، چې نه مو خوښېږي، هېڅکله فکر مه کوئ، په دې صورت کې هغوی د خپل ځان په لور را جذبوئ، د هغه څه په اړه فکر وکړئ، کوم چې غوښتنه یې کوئ.
۱۲ ـــ مهمه نه ده، چې په تېر کې مو څه کړي او څه نه دي کړي؛ په دې اړه فکر وکړئ، چې په راتلونکې کې څه باید وکړئ.
۱۳ ـــ هېڅکله په هغه موقعیت باندې، چې پکې مېشت یاست، مه راضي کېږئ، دا د دې سبب ګرځي، چې له هڅه کولو څخه لاس واخلئ.
۱۴ ـــ موخه لرونکی انسان تل بریالی دی، هڅه وکړئ، چې موخه لرل د خپل ژوند یو برخه وګڼئ، کولای شئ کوچنۍ او د ترلاسه کېدو وړ موخې په پام کې ونیسئ او په تړاو یې دومره هڅه وکړئ، ترڅو چې ور ورسېږئ، باید په دې باندې پوه شئ، چې کوچنۍ موخې په سترو موخو باندې پای ته رسېږي.
۱۵ ـــ که باور ولرئ، چې کولای شئ، نو هرومرو کولای شئ، ښایي باور مو ونه شي، خو باید پوه شئ، په هر څه چې باور ولرئ، نو رامنځته کېږي، د ډېری کسانو دې ته پام نه دی، چې له څه ستر ځواک څخه برخمن دي، ځکه نه غواړي د هغو کارونو ترسره کولو ته زړه ښه کړي، چې د نورو په اند ترسره کول یې شوني نه دي، ناشوني کارونه ډېرې هڅې او تمرکز ته اړتیا لري، خو کله چې پلي شي، نو ستر مکافات ترلاسه کېږي. کېدای شي ونه شئ کولای کوم څه مو چې خوښېږي، ور ورسېږئ، خو ترڅو چې د یوه کار په ترسره کولو باندې باور ونه لرئ، نو په هغه کې به هېڅکله بریالي نه شئ.
وروستي