ناچاره خلک باید درک کړئ

زموږ او ستاسې ټولنه ډېره ناچاره ځکه ده، چې اکثریت برخه یې اړمن خلک دي، له همدې کبله اړتیا دا ده چې د اړمنو لاسنیوی وشي، اړمن خلک په بېلابېلو کټګوریو وېشل شوي دي، له همدې کبله هغوی چې ډېر اړمن دي، بیا باید په لومړیتوب کې ځای ورکول شي، له توپیري چلند او خپل او خپلوان له لیکلو ډډه وشي او په تمامه معنا د نوم لیکنې پر مهال داسې وانګېرل شي، چې څښتن تعالی حاضر دی او تاسې ویني، بیا باید د بل حق ونه خوړل شي. 

 هغوی چې ډېر اړمن نه دي او یو څه چاره یې روانه ده، بیا باید په دوهمه کټګورۍ کې ځای ورکول شي، په دې کټګورۍ کې هم باید د توپیري چلند څخه ډډه وشي، خپل ټټو او د بل اس باید سره پرتله نه شي، خپل او خپلوان ونه لیکل شي او په تمامه معنا هغوی چې مستحق یې دي، په نوملړ کې باید ځای ورکول شي.

دغه راز که بیا د مرستې ورکول کېدو وخت په ډاګه شو، بیا باید مرستې د کټګورۍ پر بنسټ ورکول شي، لومړۍ درجه چې ډېر اړمن بلل کېږي، باید مرستې په خپل وخت او پرته له توپیري چلند ورکول شي.

پوهان وايي: که تاسې هر څومره ناچاره یاست، باید خپله مرسته له نورو اړمنو څخه ونه سپموئ. 

که یو اړمن کس له یو بل اړمن کس سره مخ شی، که څه هم چې له وسې یې پوره نه وي، خو بیا هم نور تش لاس نه پرېږدي، ناهیلي ورڅخه شړي او پر ځای یې د مرستې غږ ته لبیک وايي.

ټولنه کې داسې خلک شته، چې یو څه ګوذاره او ګذران یې روان دی، دغه خلک باید له نورو سره  تر خپلې وسې مرسته وکړي او هغوی چې بېګاه ته یې نلري، کم تر کمه ورسره د خپلې خولې مړۍ نیمه او برخه یې پکې وکړي، هره کورنۍ باید د خپل د څنګ ګاونډی وسنجوي، چې بېګاه ته د خوراک څه لري که نه؟ دا پر موږ او تاسې ټولو لازمي ده، چې تر خپلې وسې یې لاسنیوی وکړو.

دغه راز همدا کورنۍ چې څه نا څه یې ګوذاره او ګوذران روان دی، له نورو اړمنو او ناچاره کورنیو سره یې مرسته دا ده، چې د اړمنو خلکو د نوم لیکنې پر مهال باید دا کورنۍ ځان ونه لیکي، ځکه که دوی ولیکل شي، د اړمنو او ناچاره کورنیو حق تلف کېږي او بیا به د اړمنو حق غېر مستحقو کورنیو ته ورکول کېږي، چې دا چاره ښکاره ظلم دی او بیخي نارواه عمل دی.
پای