حریص مه جوړېږه

په پښتو ژبه کې یو متل دی، چې وايي، حریص تل بې برخې وي، که موږ او تاسو خپله ټولنه کې فکر وکړو، نو ټولنې ډېر وګړي جلا جلا خویونه او عادتونه لري، خو هغه خلک چې حریص وي، یا په عامه اصطلاح بدنیته وي، هغه خلک تل خوار و زار وي، خپل ډېر وخت د نورو په غېبت او منفي تبلیغاتو تېروي، دغه راز په ټولنه کې د نورو په پرمختګ خپه کېږي او د دې پر ځای چې خوشاله شي، برعکس پرې خپه کېږي. ډېری مهال د خبرو پر وخت منفي تبصرې کوي او د بحث پر مهال هېڅ مثبت لیدلوری نه لري. د حریص او بد نیته انسان ټول عمر په حریصتوب تېږي او په لوی لاس یې په خپل ځان خپل خوږ ژوند بدرنګ کړی وي. تل نا امیده وي او هڅه کې کوي چې د نورو د پرمختګ هم خنډ او مانع وګرځي. انسان باید ټول عمر پاک نیت او په سپېڅلې اراده تېر کړي کړي، کلک او پیاوړی هوډ ولري، منظم پلان پراخه مطالعه او پراخه اړیکې ولري، دا ځانګړې خپلې کړئ، بریالیتوب ستاسې دی.

انسان د دې لپاره پر ځان سختي تېروي، څو راتلونکی یې سوکاله او آرامه وي، خو ډېری خلک د دې لپاره چې خپل ټول ژوند د دې ترڅنګ چې پر ځان یې سختي تېره کړې وي، بیا هم د شته امکاناتو څخه ګټه نه اخلي، د ښه خوراک او پوښاک وس یې وي، خو بیا هم د شومتیا په هغه حد کې قرار لري، چې ځان یې تل د ژوند له خوږو نعمتونو او رنګینینو بې برخې کړی وي.

اړتیا دا ده، څه چې لرئ، سمه او مناسبه ګټه ترې واخلئ، خپله هم ځان خوښ وساتئ او هم د کورنۍ ټول غړي، مه پرېږدئ چې شتمني مو د استفادې وړ ونه ګرځي، ګټه ترې واخلئ.
 پای