په موخو باندې د تمرکز د ډېرښت لپاره ځینې تګلارې
موخې ته د رسېدو تر ټولو اصلي لاره په هغې باندې تمرکز کول دي، که غواړئ، چې په چټکه توګه خپلو موخو ته ورسېږئ، نو باید ټول پام او تمرکز مو په خپلې موخې باندې وي، په دې ځای کې ځینې تخنیکونه په پام کې نیول شوي دي، چې تاسو د هغو په مرسته کولای شئ، په خپلو موخو باندې لا ډېر تمرکز ولرئ.
کړنیزې موخې د پایله ایزو موخو ځای ناستې کړئ
ځینې پېښې زموږ له کنټرول څخه بهر دي او په ناڅاپي توګه رامنځته کېږي، که چېرې له دې پېښو سره مخامخ شوی یاست، ستاسو د ماتې په مانا نه دی، بلکې تاسو خپله اصلي موخه وهلې (طی کړې) ده او یوازې بهرنی لامل ستاسو د پایله اخیستنې پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی، لکه: یو څوک د هوا د خرابوالي له امله نه دی توانېدلی، چې لوړې څوکې ته وخېژي، که څه هم ټول پړاوونه یې په سمه او بشپړه توګه وهلي دي.
د خپل ژوند د بېلابېلو اړخونو لپاره موخه ولرئ
په ژوند کې موخه لرل، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو سم او اغېزناک بدلونونه رامنځته کړئ، په ژوند کې بېلابېلې موخې وټاکئ او د موخو ترمنځ خپل ځان وننګوئ، غوره ده، چې د ژوند د ټولو مسایلو، لکه کاري، مالي او نورو ... لپاره یوه موخه مشخصه کړئ، دا موخې د ژوند په ټولو اړخونو کې ستاسو د ودې او پرمختګ سبب ګرځي.
په خپلو موخو کې له مثبتې ژبې څخه ګټه واخلئ
مثبت فکر کول له تاسو سره مرسته کوي، چې په غوره توګه خپلې موخې وڅارئ، اندېښنه په حقیقت کې ستاسو د بریا لاره هواروي، د یوې موخې مشخص کول او هغې ته د رسېدو لپاره هڅه کول، په تاسو کې بدلون رامنځته کوي، تل له خپل ځان سره تکرار کړئ، چې نن مې موخه داده، چې غوره کړنې ولرم. د خپلو موخو په مشخص کولو کې، له مثبتو کلیمو څخه ګټه واخلئ او اغېزه یې وګورئ.
ډاډ تر لاسه کړئ، چې موخې مو تاسو خوشاله کوي
که د یوه خوشاله ژوند په لټه کې یاست، باید هغه ته له خپلو موخو سره تړاو ورکړئ، په حقیقت کې موخې مو باید د ژوند اصلي دلیل وي، که موخې مو تاسو په هیجان نه راولي او د لا ډېرې هڅې هڅونکې نه دي، باید په هغو باندې له سره کتنه وکړئ.
نورو ته د خپلو موخو په اړه ووایئ، ترڅو وې څاري
د دې لپاره، چې موخې ته د رسېدو لپاره لا ډېره انګېزه ولرئ، نو غوره ده، چې موخې مو له نورو سره شریکې کړئ، ترڅو هغوی هم ستاسو موخې وڅاري، یو دوست یا یو مشاور کولای شي، ستاسو تر ټولو ښه مرستندوی او حامي وي او تاسو ته اړینه انګېزه درکړي. کله چې د دې تګلارې ګټورتوب او اغېزناکه اوسېدل ووینئ، نو په فوق العاده ښه ارزښت باندې به یې پوه شئ.
د ورځې په اوږدو کې خپلې موخې ژر تر ژره ترسره کړئ
د مهال وېش لرل او پروګرام جوړونه له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو خپلې موخې په مشخص وخت کې ترسره کړئ، هڅه وکړئ، چې له لمر خاته مخکې خپل ډېری کارونه ترسره کړئ، ترڅو د ورځې په لومړیو ساعتونو کې ډېر وخت ولرئ، په دې صورت کې به ښه احساس ولرئ او تل د لا ډېرې هڅې او نورو کارونو د ترسره کولو لپاره کافي وخت په اختیار کې لرئ.
یو کړنیز پروګرام جوړ او ورته ژمن واوسئ
د موخو مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو وکولای شئ په ټاکلي وخت او په دقیقې پروګرام جوړونې سره خپلو موخو ته ورسېږئ، کولای شئ دا کړنیز پروګرام له یو بل کس سره شریک کړئ، ترڅو د ترسره کولو لپاره یې ژمن شئ.
سترې موخې په کوچنیو موخو ووېشئ
که سترو موخو ته رسېدل ستونزمن تر سترګو کېږي، نو غوره ده، چې په کوچنیو موخو باندې یې ووېشئ، ځکه هغو ته رسېدل آسانه کېږي، د موخو په کوچني کېدلو سره، تاسو کولای شئ، د هغو لپاره دقیقه پروګرام جوړونه ولرئ.
موخې مو ولیکئ او په داسې یوه ځای کې یې کېږئ، چې هر وخت مو سترګې پرې لګېږي
دا چې خپلې موخې په کاغذ باندې لیکئ، نو ډېره برخه مو یې ترسره کړې ده، په دې کار سره په غوره توګه کولای شئ، خپلې موخې وڅارئ او کوم څه به هېر نه کړئ، کله چې خپلې موخې یاددښت کوئ، په حقیقت کې په مثبتو افکارو سره، هغو ته د رسېدو لاره هواروئ.
یوه موخه د سمارټ په معیارونو سره په پام کې ونیسئ
د سمارټ معیارونه په حقیقت کې د موخو د ټاکلو لپاره معیارونه دي، چې د انسان له پرمختګ سره ډېره زیاته مرسته کوي، دا معیارونه له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په کم وخت کې تر ټولو غوره پایله ترلاسه کړئ.
په موخه باندې د تمرکز لرلو د ارزښت دلیل
په موخو باندې تمرکز لرل، ډېر زیات ارزښت لري او د دې سبب ګرځي، ترڅو تاسو په لا ډېرې ځیرکتیا او دقت سره موخې ته د رسېدو لاره ووهئ. تمرکز کولای شي ستاسو فردي، عاطفي او دنده ایز ژوند او دغه راز ستاسو ټول اړخونه تر اغېزې لاندې راولي. د تمرکز د ارزښت لرلو دلیلونه عبارت دي له:
ستاسو پوهې ته پراختیا ورکوي
په موخو باندې ډېر زیات او لوړ تمرکز تاسو ته د دې شونتیا درکوي، ترڅو له خپلو ټولو حواسو څخه کار واخلئ، چې په دې صورت کې ستاسو پوهه پراختیا پیدا کوي او کولای شئ په غوره توګه خپلې موخې ته ورسېږئ او له هغې پوهې څخه، چې ترلاسه کړې مو ده، په ښه توګه ګټه واخلئ.
تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې لا ډېر ګټورتوب ولرئ
په لوړ تمرکز سره تاسو کولای شئ، لا ډېر ګټور توب ولرئ، کله چې تمرکز ډېرېږي، تاسو په ښه توګه کولای شئ، کارونه ترسره کړئ او چټکتیا هم ډېرېږي.
بریا ته د رسېدو لاره هواروي
بریا ته د رسېدو لاره یوازې د تمرکز په لرلو سره هوارېږي، تمرکز مرسته کوي، ترڅو تاسو په ښه توګه ننګونې لیرې کړئ، په پایله کې په چټکه توګه موخې ته رسېږئ.
له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږئ
په لوړ تمرکز سره موخې تاسو ته نیږدې کېږي او د ترلاسه کېدو وړ ګرځي.
له تمرکز پرته، حتا نه شئ کولای، چې فکر وکړئ
ستاسو د تفکر او تعقل ځواک د تمرکز په شتون سره پیاوړی کېږي او کولای شئ په سختو شرایطو کې تر ټولو غوره تصمیمونه ونیسئ.
تمرکز کولای شي، ستاسو په ژوند کې هرڅه ته بدلون ورکړي
په تمرکز سره کولای شئ په ژوند کې مثبت او جوړونکي بدلونونه رامنځته کړئ، دا بدلونونه به د موخې په لور ستاسو لاره هواره کړي.
تمرکز هغه فرصتونه ستاسو په واک کې درکوي، چې مخکې مو هېڅکله نه دي تجربه کړي
په دې شرایطو کې تاسو هغه فرصتونه ترلاسه کوئ، چې تاسو موخې ته نیږدې کوي، دا فرصتونه زرین دي او په هغو باندې په تمرکز کولو سره کولای شئ، د خپل پرمختګ لاره پرانیزئ.
وروستي