هغه رازونه، چې بریالي کسان یې هېڅکله تاسو ته نه وایي

ي خوشالي یوه ټاکنه ده او واقعاً خوشاله کسان یې هره ورځ ټاکي. 
هغه څه، چې ښایي پرې پوه نه شئ، دا دي، چې دا کسان په بشپړه توګه د عادي کسانو په څېر له سختیو سره مخامخ کېږي، خو د مُسکا او مثبت فکر کولو په وسلې سره، د هغه ژوند لپاره، چې وړ یې دي، تل مبارزه کوي، په دې لیکنه کې د خوشاله او بریالیو کسانو په رازونو باندې رڼا اچوو، په دې هیله، چې دا لیکنه ښه په غور او دقت سره ولولئ او ګټه ترې پورته کړئ. 
 
د خوشاله او بریاليو کسانو رازونه
که تر اوسه مو له خپل ځانه پوښتلي وي، چې ولې ځینې کسان دومره خوشاله دي، نو له موږ سره ملتیا وکړئ، ترڅو د دې واقعاً خوشاله کسانو په ځینو رازونو باندې مرور وکړو.
 
تل خوشاله نه دي
راځئ چې رښتیني واوسو، هېڅوک تل خوشاله نه دی، د دې لپاره یو ښه دلیل هم شتون لري، دا دَرې دي، چې موږ ته د لوړو څوکو ښکلاوې را ښیي، واقعاً خوشاله کسان په دې باندې پوهېږي او خپل ځان ته اجازه ورکوي، چې په طبیعي توګه د خپګان یا ښه حالت نه لرلو احساس تجربه کړي، د تحمیلي خوشالۍ لپاره هڅه کول، ښه نه دي، نو هغوی خپګان، اوښکې او په مخکې پراته خنډونه مني او خپل ځان ته د دې شېبو د تجربه کولو اجازه ورکوي، هرڅنګه چې وي، هغوی هم انسانان دي. 
 
نه ویل هم د بریالیو او خوشاله کسانو یو له رازونو څخه دی 
عجیب تر سترګو کېږي، خو د ځینې انسانانو لپاره نه ویل، کوم سخته کار نه دی، په ځانګړې توګه که د هغو کسانو له ډلې څخه واوسئ، چې د نورو په خوشاله کولو باندې مئین دي، په دې حالت کې، که چېرې د دې کار په پایله کې تل یو بد حال تجربه کوئ، باید په دې باندې پوه شئ، چې واقعاً خوشاله کسان، خپله انرژي دې کار ته نه ځانګړې کوي، دا کار مه ځه خو بېرته را وګرځه، په سټرس او ژور خپګان باندې ختمېږي او په یو ډول د خوشاله اوسېدو موخه په بشپړه توګه له منځه وړي. په بدل کې خوشاله کسان د نه ویلو لپاره له خپل حق څخه ګټه اخلي. 
 
بې ستونزو ژوند یې نه دی لرلی 
د اپرا وینفري په نامه د نړۍ یوه له پیاوړو ښځو څخه ده، یو ډېر سخت ژوند یې تر شا پریښی دی، هېڅ یو له واقعاً خوشاله کسانو څخه به تاسو ته ونه وایي، چې ژوند یې هوسا وو، ښایي څو څو ځله پرځمکه را غورځېدلي وي، خو هر ځل بېرته را پورته شوي دي او نه یې دي منلي، چې هماغسې لوېدلي پاتې شي، هغه ځواک او پریمانه انرژي، چې د یو ځل بیا راپورته کېدو او جنګېدلو لپاره یې ترې کار اخیستی دی، هغه څه دي، چې هغوی ته یې د رښتینې خوشالۍ مانا ور ښکاره کړې ده. 
 
له آسمانه ځمکې ته د راغورځېدلو تجربه هم د خوشاله او بریالیو کسانو یو له رازونو څخه دی
هغوی له هغه څه څخه ډېر، چې وکولای شي وې شمېري، له آسمانه ځمکې ته را غورځېدلي دي او بېرته پورته شوي دي، د ډېری موجوداتو لپاره، له آسمانه ځمکې ته را غورځېدل، په احتمالي توګه د لارې پای، خو د واقعاً خوشاله کسانو لپاره دا وضعیت یوازې د بیا پیل لپاره یو فرصت دی، دې کسانو د لوړتیا او ټیټیا په تګلوري کې ډېر زیات درسونه زده کړي دي، هېڅ تجربه بېځایه نه ده او هغوی د دې موضوع په تړاو د علم او پوهې پرمټ پرمخ ځي.