د چين ولسمشر: پوځ به پراخه، غښتلی او پر ټېکنالوژۍ سمبال کړم  

نن چين کې د واکمن ګوند يوه لسيزه کې دوه ځلې د پنځه کلنۍ ناستې پيل دی. ولسمشر شي جين پينګ د نورو پروګرامونو د سپړنې ترڅنګ ويلي دي، چې محکم پلانونه لري چې د راتلونکو پنځو کالونو دننه به د چين وسله وال پوځ د نړۍ په کچه يو غښتلی او پر پرمختللو وسلو سمبال پوځ کړي. 

شي جين پينګ په نږدې دوه ساعته وينا کې وويل، "موږ به د پوځي تيورۍ، پرسونل او وسلو د عصري کولو لپاره ګړندی کار وکړو،" موږ به د خپل پوځ ستراتیژیک ظرفیتونه لوړ کړو."

نوموړي د تايوان په اړه ويلي "موږ به په خورا اخلاص او لویو هڅو سره د سوله ایز بیا یوځای کیدو لپاره هلو ځلو ته غاړه کیږدو، مګر هیڅکله به د زور کارولو څخه ډډه ونه کړو او د ټولو اړینو اقداماتو اختیار په لاس کې لرو. 

چين کې د واکمن کمونېسټ ګوند د کانګرس ناسته هرو پنځو کالونو کې يو ځل دايريږي، چې د راتلونکو پنځو کالونو لپاره په کې ژور پلانونه هوکړه کيږي.