د ماشومانو د خوب قوانین

په دې اړه، چې ماشومان له والدینو څخه لیرې وید کړئ او که د والدینو ترڅنګ، ډېر زیات بحثونه شوي دي او داسې تر سترګو کېږي، تر ټولو بې زیانه موضوع داده، چې ماشوم له زېږون او د نوم بند له پرې کولو وروسته، په خپل ځای باندې ویده کړئ. 

نوی زېږېدلی ماشوم نباید د مور په غېږ کې او د غه راز د مور ترڅنګ ویده شي، په حقیقت کې مور باید په خپل ماشوم باندې پام وکړي، خو خوب یې خراب نه کړي، ځینې میندې د هغې اندېښنې له امله، چې لري یې، تل له خپل ماشوم څخه لیدنه کوي. 

بسنه کوي، چې پام مو وي، ترڅو ماشوم له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي، لکه د ساه ایستنې لار یې بنده نه شي. سپارښتنه کېږي، چې د هماغه زېږون له پیل څخه د نوي زېږېدلي ماشوم کوټه جلا وي، خو باید پام او څارنه شتون ولري، یو قانون شتون لري او هغه دا چې پنځه یا شپږ میاشتینی ماشوم، چې شاوخوا ۵ ـــ ۶ کیلو ګرامه دی کولای شي په شپه کې ۵ تر ۶ ساعتونو پورې له تغذیې پرته ویده شي او اړتیا نشته، چې د ماشوم په لږ غور غور کولو سره په چټکه توګه ورشئ. 

که په غور غور کولو سره، په چټکه توګه مور غبرګون ښکاره کړي، ماشوم بد عادت کېږي او دا زده کوي، چې د ویده کېدو لپاره مور ته اړتیا ولري. دې ته په پام سره، چې د ماشومانو د خوب ریتم له لویانو سره توپیر لري، د ماشوم په هر ځل غور غور کولو سره، مور نباید هغه ته ورشي او هغه له خوبه را ویښ کړي، د ماشومانو دا چلند طبیعي دی او هغه ماشومان، چې میندې یې په هر غور غور کولو سره هغه په غېږ کې نیسي، د خوب له ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږي، له بده مرغه د والدینو اندېښنه او خپګان اجازه نه ورکوي، چې ماشوم خپلواکي پیدا کړي او خپل ځان ته د ماشوم په نږدې کولو سره، هغه ته له ځان سره تړاو ورکوي. 

یو نوی زېږېدلی ماشوم باید په هرو درې ساعتونو کې تغذیه شي، یانې خواړه ورکړل شي. یو پنځه یا شپږ میاشتینی ماشوم، که په شپه کې په دوامداره توګه په هرو دوو یا دریوو ساعتونو کې یو  ځل په یوه کوچني غور غور کولو سره، د مور په وسیله تغذیه شي، نو د ادرارو دفع به ولري، چې همدا د ادرارو دفع، د ماشوم خوب له منځه وړي، که ماشوم په شپه کې  غور غور وکړل، هغه ته له لیرې وګورئ، ترڅو ډاډه شئ، کوم خطر یې نه ګواښي، ښایي د ماشوم په خوب ځای کې کومه حشره وي یا کومه ستونزه رامنځته شوې وي، خو که یو عادي غور غور دی، هغه ته څو دقیقې وخت ورکړئ، ترڅو یو ځل بیا ویده شي. 

د ماشوم په خوب کې ښکېل کېدل، د دې سبب ګرځي، چې زده کړي، تل د ویده کېدلو لپاره خپلې مور ته اړتیا ولري، ځینې والدین په دې بهانه، چې په کور کې د ماشوم لپاره جلا ځای نه لري، خپل ماشوم په خپله کوټه کې له خپل ځان سره ویده کوي. 

په ډاډ سره ویلی شو، چې دا کړنه به ستونزه جوړونکې شي، حتا که جلا خونه شتون نه لري، غوره ده، چې د خپلې کوټې یوه برخه جلا او ماشوم ته یې ځانګړې کړئ، په ضمن کې غوره ده، کله چې د ماشوم پیدا کولو لپاره هوډ کوئ، نو ټولو شرایطو او شونتیاوو ته پام وکړئ او ماشوم پیدا کړئ. که واقعاً نه شئ کولای، چې هېڅ ځای د خپل ماشوم لپاره ځانګړی کړئ، نو ماشوم پیدا کول، سم کار نه دی.