چين: دا مو سالم حق دی چې د تايوان په مسله کې له زور کار واخلو 

د چین د کمونست ګوند یوه ویاند ویلي دي چې چین په مجبوره شرایطو کې د وروستي اقدام په توګه د تایوان پر وړاندې د ځواک د کارولو حق لري، که څه هم په سوله ييز ډول چين سره د تايوان يوځای کېدو ته لومړتيوب ورکوي. 

د چين د حکومت وياند سن ییلي د شنبې په ورځ په بیجینګ کې یوې خبري غونډې ته ويلي، د چین او تایوان بیا یوځای کیدل د تایوان د وګړو په ګډون د ټولو لپاره اړين او ګټور ګام دی. 

بېجينګ ووايي په سوله ييزه توګه يې د تايوان تر خپل واک لاندې راوستلو لپاره ټولې هڅې کړې، خو چین به هغه څه ونه زغمي چې متحده ایالات چې د تایوان سره د رسمي اړیکو د نشتوالي سربیره د نظامي او ډیپلوماتیک ملاتړ لاس ورغځوي. 

تایوان د لسیزو راهیسې د چین لخوا د بريد او نيونې د دوامداره ګواښ لاندې ژوند کوي  او چين دغه ټاپو د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه پېژني او خبرداری ورکوي چې یوه ورځ به د اړتیا په صورت کې د زور له لارې  د تايوان د نېونې لپاره عمل وکړي.