پوتين: که ناټو سره په مستقيم ډول جګړه پيل کړم نو تباهي به رامنځته شي 

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين وايي چې هېواد يې په پلاني ډول سره نه غواړي چې نور هېوادونه او خاورې لاندې کړي او يا دا چې د وسلو زور ازموينې تر سره کړي. 

پوتین چې قزاقستان کې يې يوې ولسمشريزې ناستې ته خبرې کولې، ويلي، چې روسیه د پوځي تحرکاتو د پراخولو پلان نه لري خو خبرداری ورکوي چې له ناټو سره مستقیمه نښته به د "نړیوال ناورین" لامل شي.

نوموړي  دا ځلې د اټومي  وسلو د کارونې په اړه څرګند څه ونه وويل خو لوېديځې نړۍ ته يې خبرداری ورکړ، چې روسيه به په ټول ځواک سره له خپل ملي امنيت دفاع کوي او په دې پار لا وړاندې تیاری لري. 

د روسيې ولسمشر څه وخت وړاندې ويلي وو، چې د اوکراين جګړه کې که ورته اړتيا پېښه شي نو اټومي وسلې به وکاروي او د اټومي وسلو کارونه د ټوکو مسله هم  نه ده.