آيا د اوکراين په جګړه کې روسيه د وسلو له کمښت سره مخ ده؟ 

په داسې حال کې چې روسیې په وروستیو ورځو کې خپل توغندیز بریدونه زیات کړي، د اوکراين په جګړه کې  د روسيې له خوا د وسلو د کارونې په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

د دفاعي چارو کارپوهان د روسیې لخوا د ځمکې څخه هوا ته د توغندیو کارولو ته په اشاره وايي او زيات وي چې روسيه د هغه وسلو له کمښت سره مخ ده چې په اغېزناګه توګه دغه جګړه ورته اسانه وي. 

د ستراتیژیکو مطالعاتو په نړیوال انسټیټیوټ کې پوځي کارپوه ډګلاس بیري وايي: " دې روسيې په وروستیو بریدونو کې تر ټولو د پام وړ خبره د ځمکنيو اهدافو پر وړاندې د مختلفو توغندیو کارول ښيي چې روسيه د هغه وسلو کمښت سره مخ ده چې په ښه ډول هدف ته پرې رسېدلی شي. 

روسیې د جګړې په پیل کې د اوکراین په خاوره کې د ځمکنیو اهدافو د نښه کولو لپاره ډیر دقیق لارښودي توغندي وکارول، مګر دا بریدونه وروسته يو څه کم شول او د ځینو لویدیځو دفاعي چارواکو په وینا د روسيې د دغه ډولو وسلو ذخیرې د پام وړ کمه شوې دي.

يو شمېر شنونکي په دې باور دي چې روسيه له ځمکې څخه هوا ته وسلې اوس مهال له ځمکې څخه ځمکې ته د موخو لپاره کاروي  او داسې انګرېنه کيږي، چې روسيه د وسلو د ځينو بڼو له کمښت سره مخ او د اوکراين په جګړه کې يې په غټ شمېر وسلې استفاده کړې  او اوس يې کمښت حسوي.